لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د نړۍ مهم خبرونه


د امریکا د ولسمشر ډانلډ ټرمپ د ملي امنیت سلاکار وايي، د ایران پرضد د بندیزونو بیا لګولو ژور اغیز کړی او دوی غواړي چې د ۲۰۱۵ کال له اټومي تړون څخه مخکې پر ایران له لګېدلو بندیزونو څخه هم لا زیات بندیزونه ولګوي.

د یاد تړون له مخې چې د ایران، امریکا، برتانیې، چین، فرانسې، روسیې او جرمني ترمنځ شوی وو د ایران د اټومي پروګرام د محدودیت په بدل کې له دغه هېواد څخه بندیزونه لېري کړای شوي وو.

جان بولټن د شورو یا چهارشنبې په ورځ له اسرایلو څخه د لیدنې پرمهال وویل چې امریکايي چارواکو له خپلو متحدینو سره په دې غږېدلي دي چې پر ایران د فشار د زیاتولو لپاره باید نور څه کارونه وشي.

د اسرایلو لومړی وزیر بېن یمین نتن یاهو وايي، ایران له دغه تړون څخه زیات څه ترلاسه کوي، کم له لاسه ورکوي او په ورته وخت کې دا وړتیا یې هم له ځان سره پریښې ده چې اټومې وسلې جوړې کړي.

----------------------

په کوریا کې د امریکايي ځواکونو قومندان د شورو یا چهارشنبې په ورځ وویل، د جنوبي کوریا او امریکا ترمنځ د ګډو پوځي تمرینونو له ځنډېدو سره ددغو ځواکونو په چمتوالي باندې کومه ناوړه اغیز نه کوي.

هغه وویل، په دې وروستیو کلونو کې د دغو ګډو تمرینونو موخه په شمالي کوریا باندې د فشار راوستل وو څو ډپلوماټیکو خبرو ته غاړه کېږدي.

په تېرو وختونو کې د امریکا پوځي چارواکو پدې ټینګار کړی وو چې دغه پوځي تمرینونه د ځواکونو د چمتوالي لپاره دي او د شمالي کوریا د ممکنه برید په وړاندې دفاعي بڼه لري.

----------------

د یوکراین فلم جوړونکي اولېګ سېنتسوف د خوړو نه خوړلو اعتصاب یا بوک هرتال سلمې ورځې ته داخل شوی.

نوموړي دغه اعتصاب ددې لپاره پیل کړی وو ترڅو د روسیې له زندانونو څخه هغه په لسګونو بندیان خوشې کړای شي څوک چې دده په وینا د سیاسي انګېزو له امله بندي کړای شوي دي.

د سېنتسوف پلویانو په اروپا کې د روسیې د سفارتونو مخې ته لاریونونه کړي او د هغه د ژر تر ژره خوشې کېدو غوښتنه کوي ځکه دوی وايي چې د سېنتسوف د نه خوړلو اعتصاب خطرناک پړاو ته رسېدلی دی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG