لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دګل پاڼې،کرن خان اؤ دلراج اختر څنګه روان دی؟


دنورو خلکو په څير پښتانه سندرغاړي هم د اختر د خوشحالو په نمانځلو بوخت دي خو وتلې سندرغاړي ګل پانه بیا په دې لویې اختر دکوره هیچرته بهر نه ده وتلې اؤ د اختر لمړۍ ورځ یې دقربانۍ په کولو اؤ دوهمه د میلمنو په خدمت تیره کړې ده.

خو نامتو سندرغاړی کرن خان بیا پخپل کلي سوات کې ناست دی اؤ پخپله حجره کې د خپلو یارانو سره دګپو،شپو تر څنګ د اختر دغوښو اؤ نورو خوراکونو نه هم خوندونه اخلي.

سندرغاړې ګل پاڼې وائس اف امریکه ډیوه ته وویل مونږ خو د اختر وړومبۍ ورځ ټوله په قربانۍ تیره کړه اؤ په دوهمه ورځ دسحر نه میلمانه راروان شوي ، بس میلمنو ته خدمت کول دي اؤ هغوئ سره ګپې شپ

ګل پاڼه وایي ځان دپاره یې اختر له ښائسته ،ښائسته جامې جوړې کړي، بنګړي یې اچولي اؤ زړه یې غواړي چې دکوره بهر هم د اختر خوندونه واخلي خو لا یې وخت نه دی موندلی چې دخپلو ملګرو سره هم داختر خوشحالۍ شریکې کړي.

هغه وایي نن د زیارت په ماښام یې تابیا کړې ده چې له کوره بهر د ملګرو په محفل کې هم شریکه شي اؤ د ماښام ډوډۍ باندې هغوي سره ګپ شپ ولګوي.

نومیالی سندرغاړی کرن خان چې عموماً په پېښور کې وي په دې اختر خپل کلي سوات ته تللی اؤ لویې اختر د خپلو ماشومانو،مور پلار اؤ خویندو وروڼو ترڅنګ تیروي.

دکرن د اختر اوله ورځ هم په قربانۍ تیره شوې اؤ داختر په دوهمه ورخ پخپله حجره کې له سحره ناست دی د ملګرو سره ګپې شپې لګوي.

کرن خان چې د غوښې د زیات خوراک نه ځان ساتي وایي “چې کلی وي ، اختر وي، یاران وي اؤ حجره وي بیا خو خامخا د غوښو خوراک هم پکې وي خو زه هڅه کووم چې ډیره غوښه ونه خورم اؤ‌ ځان د ملګرو په محفلونو اؤ خوږو خوږو خبرو موړ کړم”

هغه وایي په اختر کې ورته له دې بله خوشحالي نه وي چې د مور غیږې ته سر جوخت کړي، خپلو عزیزانو اؤ ملګرو سره د زړه خواله وکړي اؤ دغه څو ورځې په مینه محبت تیرې کړي.

پیغله سندرغاړې دلراج بیا داځل په لویې اختر نه ده پوهه شوې ،ځکه چې اختر یې په سفر اؤ انتظار کې تیر شوی دی.

دل راج په دې لویې اختر دوبۍ کې د سندرو پروګرام لرلو اؤ ددغه پروګرام دپاره دخپلې نورې ډلې سره دوبۍ ته رسیدلې وه خو پاسپورټ کې د څه ستونزې له امله یې د دوبۍ هوایي ډګر نه بهر پرې نه ښودله اؤ یوه شپه اؤ‌ یوه ورځ‌ یې د دوبۍ په هوایي ډګر په انتظار کې تیره کړې ده.

دوبۍ ته په تګ کې له ناکامیدو وروسته هغه د اختر په لمړۍ ورځ ناوخته بیرته خپل کور پېښور ته رارسیدلې ده خو داختر دوهمه ورځ یې یې نیمه په خوب تیره کړه اؤ وایي چې ماښام به د اختر نمانځنه د ملګرو سره په محفل راجوړولو پیل کوي.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

ځانګړې ویډیوګانې


د امریکايي خبریال د روس په زندان کې کال پوره کېدونکی دی
please wait

No media source currently available

0:00 0:04:17 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG