لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کوز دیر:دبجلۍ دنشتوالي په ضد په زرګونو ښځې اؤ‌ سړي سړکونو ته وتلي


دخیبرپښتونخوا د کوزیر دیر په تالاش سیمه کې په زرګونو ښځې اؤ سړي د بجلۍ د نشتوالي په ضد د احتجاج په توګه سړکونو ته وتلي اؤ‌ دپولیسو اؤ مظاهره چیانو ترمینځ نښتو کې یو شمیر مظاهره چیان ژوبل شوي هم دي.

د تالاش سیمې یو ولسي مشر ښاغلي اظهر الدین وائس اف امریکه ډیوه ته ویلي د کله نه چې ګرمي شروع شوې په تالاش سیمه کې شپه اؤ ورځ یوازې څو ساعته بجلي وي اؤ‌ نوره نه وي چې له دې امله‌ خلک د ګرمۍ دلاسه په اور کې ولاړ دي.

هغه وویل د سیمې په زرګونو ښځې اؤ‌سړي د زیارت په ورځ د بجلۍ دنشتوالي له امله له کورونو راوتلي اؤ‌ د واپډې په دفتر اؤ دپولیسو په تاڼه یې کاڼې ورولي دي.

نوموړي وویل په دغه مهال مظاهره چیانو لویې سړک هم د احتجاج په توګه تر څو ساعتو تړلی ساتلی ؤ‌ خو وروسته پولیسو اؤ‌ دایف سي عسکرو په مظاهرچیانو اوښکې بهیونګی ګیس اؤ کوتکونه ورول چې له امله یې ګڼ شمیر کسان ژوبل شوي دي.

ددغه احتجاج یوه ویډيو هم په سوشل میډيا خپره شوې چې پکې لیدل کیږي پاریدلي مظاهرین د پولیسو په تاڼه کاڼې وروي‌.

په پاکستان کې دتیرو۱۷ کالو راهسې دبجلۍ لوډ شیډنګ شروع دی ا‌ؤ‌ هر حکومت د ولس سره د لوډشیډنګ ختمولو دعوې کوي خو تر اوسه یو حکومت هم د لوډشیډنګ په ختمولو نه دی بریالی شوی.

دپاکستان نوي وزیراعظم عمران خان هم په اقتدار کې له راتلو وړاندې قام سره ژمنه کړې وه چې پاکستان نه به د مدینې په څير فلاحي ریاست جوړوي خو په ټولنیزو رسنیو اوس دعمران خان په حکومت هم خلک د بجلۍ دنشتوالي له امله ریشخند وهي اؤ طنزیه لیکنې کوي چې دمدینې په د ریاست په څیر د عمران خان په نوي پاکستان کې هم بجلي نشته

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG