لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پمپیو او عمران خان خبرو د امریکا او پاکستان تر منځ ناندرۍ را پورته کړي


امریکا ویلي عمران خان سره د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر مائیک پمپيو د شوو خبرو په اړوند پخپل دې بیان اوس هم کلکه ولاړه ده چې دغو خبرو کې ښاغلي پمپیو عمران خان څخه پاکستان کې دموجودو ترهګرو ډلو په ضد د رغنده ګامونو اخستلو غوښتنه کړې ده.

دامریکا د بهرنیو چارو د دفتر ویاندې هیدړ نوارټ تیره ورځ رسنیو ته خپل یو بیان کې ویلي وؤ چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مائیک پمپیو د پاکستان نوي وزیراعظم عمران خان سره په خبرو کې یو ځل بیا په دې ټینګار کړی چې پاکستان باید په خپله خاوره کې د ټولو ترهګرو ډلو په وړاندې غوڅ ګامونه پورته کړي.

خو ددغه بیان مخې ته له راتلو وورسته دپاکستان دبهرنیو چارو ددفتر ویاند ښاغلي ډاکټر محمد فیصل په ټوئټر لیکلي وؤ چې د مائیک پمپیو اؤ‌ وزیراعظم عمران خان ترمینځ خبرو کې پاکستان کې دترهګرو د فعالیتونو په اړوند هیڅ خبرې نه دي شوي.

پاکستاني ویاند دا هم ویلي وؤ چې دامریکا دبهرنیو چارو ددفتر د ویاندې بیان د حقیقتونو برعکس دی ځکه نو دا بیان دې سم کړل شي خو امریکایي ویاندې هیډر نورټ خبریالانو ته ویلي چې امریکا د مائیک پمپیو اؤ‌عمران خان دخبرو په اړوند پخپل بیان ولاړه ده.

ویاندې ویلي دبهرنیو چارو وزیرا مائیک پمپیو د زیارت په ورځ‌ د پاکستان وزیراعظم عمران خان ته ټیلي فون کړی ؤ‌ اؤ ورسره یې د ټولو ترهګرو ډلو په ضد دپاکستان لخوا د رغنده ګامونو اخستلو په ارزښت خبرې کړې وې.

دبهرنیو چارو د دفتر ویاندې ویلي چې د دواړو مشرانو ترمینځ خبرې په ښه ډول ترسره شوي دي.

ټاکل شوې ده چې هند ته له سفر کولو وړاندې به په پینځم ستمبر دامریکا دبهرنیو چارو وزیر ښاغلی مائیک پمپیو د اسلام اباد په سفر ځي اؤ دغلته به د وزیراعظم عمران خان اؤ نورو لوړ پوړو پاکستاني چارواکو سره په مهمو چارو له نزدې څخه خبرې اترې کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG