لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دخانه کعبې امام دسعودي حکومت په تګلارو دنیوکو له امله نیول شوی؟


ناتایده راپورونه وایي د سعودي عرب حکومت د خانه کعبې امام شیخ ډاکټر صالح الطالب په دولتي کړنو دنیوکو کولو په جرم نیولی دی.

دقطر خبري اژانس “الجزیره “هم دکعبې دامام دنیولو خبر ورکړی اؤ ددغه خبر پخلی یې سعودي عرب کې د بندیانو دحقونو په مبارزه دبوخت یو سازمان” پریزنر اف کنسائینس” له یو بیان څخه کړی دی.

دغه سازمان په سعودي عرب کې د مذهبي شخصیاتو،علماؤ اؤ تبلیغ کوونکو د نیونو څارنه کوي اؤ په دې اړوند لیکلي راپورونه تیاروي.

پریزنر اف کنسائینس په ټوټير د خانه کعبې دامام دنیول کیدلو پخلی کړی اؤ‌ ویلي یې دي هغه ټولنه کې دعامو خرابیو په ضد په ولسي کچ د اسلامي ذمه واریو په اړوند د ورکړل شوي یو بیان له امله نیول شوی دی.

یوې بلې عرب ویب پاڼې “خلیج ان لائن” هم د شیخ ډاکټر صالح الطالب د نیول کیدو پخلی کړی اؤ ویلي یې دي دخانه کعبې امام په خپله یوه وینا کې په کنسرټونو اؤ دساعت تیري په نورو جوړیدونکو دستورو کې د نامحرمه ښځو اؤ‌ سړو په راټولیدو نیوکې کړې وې ځکه حکومت نیولی دی.

دسعودي عرب حکومت لا په رسمي ډول دخانه کعبې د امام دنیونې په اړوند خپل دریځ نه دی روښانه کړی خو دهغه د نیول کیدو په اړوند د راپورونو مخې ته د راتلو سره سم په ټوئټر په انګلسي اؤ عربي ژبو د هغه اکاونټونه هم تړل شوي یا غیرفعاله کړل شوي دي.

د مدل ایسټ‌مانیټر په نوم یوې بلې عرب ویب پاڼې لیکلي چې د ډاکټر صالح الطالب د ټوټټر اکاونټونو څخه وروستي ټوئټونه د حج په اړوند شوي دي اؤ‌ دا هم نه ده معلومه چې دغه ټوئټونه هغه پخپله کړي که بل چا یې له اکاونټونو کړي دي؟

په دې وروستیو کې د سعودي عرب ولي عهد محمد بن سلمان د سعودي په قدامت خوښې اؤ‌ سخت دریځه مذهبي ټولنه کې ښځو ته یو لړ ازادۍ ورکړي اؤ‌ دسعودي په خاوره یې دسینیماګانو پرانستلو ترڅنګ د ساعت تیري د نورو پروګرامونو راجوړولو اجازه هم ورکړې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG