لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په شمالي وزیرستان کې پر احتجاج کوونکو ډزې، ۱ وژل شوی، ۱۱ ټپیان


واشنګټن ـــ د شمالي وزیرستان په مرکز میرانشا کې عامو خلکو نن د لوی اختر په درېیمه ورځ د پوځ له خوا د درېوو تنو د نیول کېدو په ضد احتجاج کاوه، چې هلته ورباندې ډزې شوې دي او دوی ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

تر پېښې وروسته پر ټولنیزو رسنیو په خپره شوې ویډیو کې یو احتجاج کوونکي احتجاجي غونډې ته وویل:

"دا خلک د پوځ په ضد را وتلي دي ځکه چې دوی په (خټي کلي) کې تشدد وکړ، زموږ خویندې میندې یې را و ایستې، له هغه وروسته ځوانان د احتجاج لپاره را ووتل، د شنې خوړې په چیک پوسټونو باندې پوځیانو ورباندې ډزې وکړې".

ځایي حکومتي چارواکي وایي پېښه میرانشا ته څېرمه په همزوني سیمه کې شوې، خو وایي نه پوهېږي چې پر احتجاج کوونکو ډزې چا کړې دي، خو احتجاج کوونکي تور پورې کوي چې ډزې ورباندې هلته پاکستاني پوځیانو کړې دي.

د شمالي وزیرستان په ډزو کې ټپي شوی ماشوم احتجاج کوونکی
د شمالي وزیرستان په ډزو کې ټپي شوی ماشوم احتجاج کوونکی

د وي.او.اې ډیوه خبریال وایي، په ډزو یو تن وژل شوی او یوولس تنه ټپیان شوي دي، چې سمدستي د میرانشا سرکاري روغتون ته وړل شوي دي. پر ټولنیزو رسنیو د ټپیانو عکسونه خپاره شوي، چې اکثره یې کم عمره ځوانان او هلکان دي.

احتجاج کوونکي وایي دوی پرامنه احتجاج کاوه چې پوځیانو ورباندې ډزې وکړې. دوی وایي تر ضربِ عضب عملیاتو وروسته یې ژوند ستونځمن شوی دی، ځکه چې وایي کله یې وسلوال طالبان وژني او کله یې پوځیان پر کورونو چاپې وهي او تشدد ورباندې کوي.

د میرانشا چارواکي وایي پاکستاني پوځیانو درې ورځې وړاندې له همزوني سیمې درې تنه له وسلوالو ډلو سره د خواخوږۍ لرلو په شک نیولي وو او نننیو احتجاج کوونکو د هغوی د را خوشي کولو غوښتنه کوله.

چارواکي وایي احتجاج کوونکو د پوځ په ضد نعرې وهلې او په شنه خوړه سیمه کې یې د میرانشا او دته خېل تر منځ سړک د هر ډول موټرو د تګ راتګ لپاره تړلی وو، چې ناببره ورباندې ډزې شوې دي.

د شمالي وزیرستان په ډزو کې ټپي شوی ماشوم احتجاج کوونکی
د شمالي وزیرستان په ډزو کې ټپي شوی ماشوم احتجاج کوونکی

رپوټونه وایي د سیمې خلکو تر دې پېښې وروسته نور خلک هم احتجاج ته را وتلي، چې شمېر یې سلګونو خلکو ته رسېږي. دوی په پېښه کې د وژل شوي ځوان مړی د میرانشا پر لور اخیستی دی.

د شمالي وزیرستان سرکاري انتظامیه وایي د دې پېښې جاج به اخلي او پلټنه به یې کوي. وایي هلته د پوځ د ۷ ډیویژن جنرل آفسر کمانډنټ ممتاز حسېن پخپله د دې پېښې خبر اخیستی او ویلي یې دي که کوم پوځي په دې پېښه کې لاس درلود، په ضد به یې قانوني کاروایي کېږي.

د قومي اسمبلۍ غړی او د پښتون ژغورنې غورځنګ فعال مشر محسن داوړ هم تر پېښې وروسته د میرانشا روغتون ته د ټپیانو پوښتنې ته ورغلی او پر دې پېښه یې اندېښنه څرګنده کړې ده.

د یادونې وړ ده چې د شمالي وزیرستان د همدې همزوني سیمې خلک له تېر یوه کال راهیسې شکایت کوي، چې په سیمه کې یې څه پېښه یا چاودنه وشي، نو پوځي چارواکي یې بې له خبرتیا د شپې په تیاره کې کورونو ته ور ننوځي، نیسي یې او تشدد ورباندې کوي، چې په ضد یې دوی وخت په وخت احتجاجونه هم کړي دي.

محسن داوړ په روغتون کې د ټپیانو پوښتنه کوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:00:05 0:00

  • 16x9 Image

    بارکوال میاخېل

    بارکوال میاخېل لیکوال او خبریال دی، په واشنګټن ډي.سي کې له وي او اې ډیوه سره د ملټي مېډيا، ویبپاڼې او ادبي پروګرامونو په برخه کې کار کوي. پر بېلابېلو سیاسي، ادبي، ټولنیزو او کلتوري موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

Recommended

XS
SM
MD
LG