لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

څېړونکي: تر ۲۰۳۰ کال پورې به سل میلیونه کسان په اچ آی وي اخته شي


څېړونکي اټکل کوي چې تر ۲۰۳۰ کال پورې به سل میلیونه کسان په اچ آی وي باندې اخته شي.

دا وخت په نړۍ کې ۳۶ میلیونه کسان د ایدز ناروغي لري چې تېر کال ترې یو میلیون کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی وو.

ددغه ټکان ورکونکي خبر ترڅنګ باید دا هم وویل شي چې ددغې ناروغۍ په درملنه کې زیات پرمختګ هم شوی.

اچ آی وي ته اوس د مرګ د سزا په سترګه نه کتل کیږي او څېړونکي وايي، هغه خلک چې د اچ آی وي لپاره درمل اخلي په نورماله توګه ژوند کوي او کله چې یې پر وخت درملنه پیل شي نو نورو ته خطر نه جوړوي.

خو په دغه ډګر کې بریا له یو شمېر ننګونو سره هم مخ ده او هغه ځکه چې د ایډز په اړه د پلټنې او درملنې په برخه کې د پیسو او د ځینو حکومتونو د لیوالتیا کموالی موجود دی.

په امریکا کې د ایډز د نړیوالې ادارې ډاکټر ډیبورا برکس وايي، کله چې زه د ماليې له وزیرانو سره خبرې کوم نو دوی تل ماته وایي چې دوی فکر کوي چې د اچ آی وي ستونزه نوره حل شوې ده.

همدارنګه د نړیوالو سټراتېژیکو مطالعاتو له مرکز څخه سټیفن موریسن وايي، مونږ خپلو موخو ته لا نږدې نه یو او باید په دې برخه کې ډیر کار وشي.

ده وویل، د سیاسي ارادې او مالي وړتیا ترمنځ پراخ واټن دی او له همدې امله ددې ناروغۍ د مخینوي په لارو چارو کې مونږ له یو شمېر ستونزو سره مخ یو.

د جان هاپکېنز له پوهنتون څخه ډاکټر کرېس بېرر وايي، چې کیدای شي حالات نور هم خراب شي کچېرې حکومتونه او عام وګړي په دې برخه کې سستي وکړي.
ده وویل، مونږ لا تر اوسه د ایډز له ګواښ څخه خلاص نه یو او دا به ډېره له وخته مخکې وي چې د دې ناروغۍ په وړاندې خپله بریا اعلان کړو خو که داسې وکړو نو ددې ناروغۍ د بیا خپرېدو او راتلو خبره به باوري شي.

برکس، موریسن او بېرر درې واړو د ایدز د ناروغۍ د ختمېدو په لاره کې د شته ننګونو په اړه په واشنګټن کې په یو پروګرام کې خبرې کولې.

دوی دا هم ویل چې اوس هم په نړۍ کې ۱۷ میلیونه په اچ اي وي اخته کسانو ته رسېدل ناممکن دي.

په دغه ډله کسانو کې ځوانې مېرمنې، په ځآنګړي توګه افریقايي مېرمنې، سړي، همجنس باز سړي، او هغه کسان شامل دي چې د رګونو له لیارې نشه يي توکي اخلي.

همدارنګه ددغه راپور له مخې اچ آی وي په جنسي کاروباریانو، د هغوي په مشتریانو او نرښځیانو کې هم ډېر لیدل کیږي.


هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG