دپاکستان د نوي وزیراعظم عمران خان سره اقتدار ته له رسیدلو وروسته ددغه هیواد دطاقتور پوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوه په لمړي ځل یوه اوږده لیدنه کړې اؤ د هیواد د کورني وضعیت تر څنګ یې ورسره په بیلابیلو چارو خبرې کړي دي.
په ۲۵مه جولايي پاکستان کې په شوؤ ټولټاکنو کې د عمران خان دګوند تحریک انصاف په بریالي کیدلو مخالفو ګوندونو ټکونه کړي چې دغه ګوند پوځ اقتدار ته رسولی خو وزیراعظم عمران خان دمخالفو ډلو لخوا لګول شوي ټول تورونه رد کړي اؤ وايي دا دپاکستان په تاریخ کې تر ټولو صفا سوتره ټاکنې شوي.
د ګل په ورځ دپاکستان دوزیراعظم د ماڼۍ څخه په خپره شوې یوه اعلامیه کې ویل شوي چې دپوځ مشر جنرال باجوه اؤ وزیراعظم عمران خان خپلو کې د لیدنې په مهال هوډ کړی چې سیمه کې د امنیت د ټینګښت دپاره به پاکستان خپلو هڅو ته دوام ورکړي.
سرچینې وایي چې د وزیراعظم اؤ پوځي سرلښکر تر مینځ دې لیدنې تر یو ساعت زیات دوام کړی خو د وزیراعظم د ماڼۍ نه په خپور شوي بیان کې ددغه لیدنې زیات جذئیات نه دي په ډاګه کړل شوي اؤ یوازې دومره ویل شوي چې پوځي سرلښکر نوي وزیراعظم ته مبارکي ویلې اؤ دسیمې دامن دپاره یې دهڅو په دوام اتفاق کړی.
جنرال باجوه د وزیراعظم عمران خان سره دا لیدنه په داسې حال کې کړې چې دپاکستان نوي حکومت لا په غوڅ ډول خپلې بهرنۍ تګلارې نه دي اعلان کړي.
دپاکستان په قامي اسمبلۍ کې دمخالفې ډلې پاکستان پیپلز پارټۍ یو مهم غړي سید خورشید شاه پرون په پېښور کې خبریالانو ته ویلي وؤ چې د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر مائیک پومپیو د یو ټیلي فوني کال د راتللو سره سم د پاکستان د خارجه پایسۍ مخه نیول شوې ده اؤ اوس حکومت نه پوهیږي چې څه وکړي؟
څیړونکي وایي چې په پاکستان کې وخت دسره د خارجه پالیسیو د جوړولو چارې پوځ پخپل لاس کې نیولي وي اؤ دخلکو منتخب حکومت نه شي کولی چې پخپله خوښه د نورې دنیا سره راشه درشه اؤ اړیکې جوړې کړي.
په عین حال کې د ګل په ورځ پاکستاني مطبوعاتو خبر ورکړی چې د راتلونکي میاشتې په ۲۷مه نېټه امریکا کې د ملګرو ملتونو دعمومي اسمبلۍ کیدونکې غونډه کې هم کیدی شي چې وزیراعظم عمران خان پخپله ګډون ونکړي اؤ دبهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي دغه غونډې ته دپاکستان په استازیتوب ور ولیږي.
شاه محمود قریشي له دې وړاندې هم دپاکستان دبهرنیو چارو وزیر پاتې شوی دی اؤ څيړونکي وایي چې تر څو پاکستان د امریکا،افغانستان،ایران، هند اؤ چین سره د اړیکو په اړوند یو غوڅه خارجه پالیسي په لاس کې ونه لري د وزیراعظم عمران خان نه زیات خارجه وزیر کولی شي چې په مهمو نړیوالو چارو دپاکستان د تیرو پالیسو په رڼا کې دخپل هیواد نظر واضحه کړي