لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

"دپاکستان دسیاسي شخصیت دوه زامن افغانستان ته "جهاد"دپاره تللي"


په پاکستان کې دبې درکه کسانو د معلومولو دپاره د جوړکړل شوي دولتي کمیسیون مشر ښاغلي جاوید اقبال سینیټ ته ویلي چې دپاکستان د یو سیاسي شخصیت دوه زامن هم افغانستان ته د “جهاد” دپاره تللي وؤ چې ورته د بې درکه شوؤ کسانو نوم ورکړل شوی ؤ.

خو افغان څیړونکي د”جهاد “په نوم د پاکستانیانو افغانستان ته دجنګونو دپاره ورتګ دافغانستان په کورنیو چارو کې ښکاره لاسوهنه ګڼي اؤ وایي هیچاته حق نه دی ترلاسه چې دخپلو ګټو دپاره افغانستان کې دجنګونو بازار تود وساتي.

د سه شنبې په ورځ د سینیټ د بشري حقونو کمیټې ته پخپله وینا کې د دولتي کمیسیون مشر ښاغلي جاوید اقبال وویل د روان کال دجولایي میاشتې پورې له ټول پاکستان څخه ۳۴۶۲ کسان لادرکه وؤ،

هغه وویل دځينو کسانو په لادرکه کولو د ۱۵۳ کسانو په ضد کمیسیون ګامونه اخستي‌ خو د استخباراتي شبکو اؤ قانون پځایې کوونکو ادارو په ضد کمیسیون د ګامونو اخستو واک نه لري.

په پاکستان کې دبشري حقونو فعالین تورونه لګوي چې استخباراتي شبکې اؤ‌ امنیتي ادارې خلک په جبري توګه پورته کوي اؤ یا یې په قانونه بند کې ساتي ، یا یې هم وژني.

د بې درکه کسانو د کمیسیون مشر وویل په ۲۰۰ قضیو کې امنیتي ادارو دخلکو کسانو په ضد ګامونه اخستي خو دا تفصیل یې مخې ته نه دی راوړی چې د امنیتي ادارو اړوند کسانو ته څه رقم سزاګانې ورکړل شوي ؟

هغه وویل دهیواد د یو سیاسي شخصیت دوه زامن چې لا درکه شول نو وویل شول چې هغوئ پورته کړل شوي خو درې میاشتې وروسته معلومه شوه چې هغوئ پخپله خوښه افغانستان ته “جهاد” دپاره تللي وؤ

په پاکستاني میډیا د بې درکه کسانو دکمیسیون دمشر مخې ته راغلي دغه بیان کې د هغه سیاسي شخصیت نوم نه دی اخستل شوی چې زامن یې افغانستان ته تللي وؤ.

خو دافغانستان وتلي خبریال جاوید همیم کاکړ بیا افغانستان ته دپاکستانیانو “جهاد” دپاره د تللو منطق ډیر حیرانوونکی اؤ‌ دافغانستان چارو کې یې ښکاره لاس وهنه ګڼي.

وائس اف امریکه ډیوه ویب پاڼې سره خبرو کې ښاغلي همیم کاکړ ویلي که دپاکستان نه په دې دلیل دلته خلک جهاد له راځي چې افغانستان کې بهرني ځواکونه وجود لري نو دا ډير کمزوری دلیل دی .

هغه پوښتنه کړې چې “د پاکستان زرګونه پوځيان د ملګرو ملتونو په مشنونو کې په نورو هېوادونو کې د امنيت لپاره فعاليت کوي، نو ايا په هغو هېوادونو کې د پاکستانيو پوځيانو هم باید جهاد وشي؟”

ښاغلی جاوید همیم وویل غزني ته هم دپاکستان نه خلک د جګړې دپاره راغلي وؤ” ايا غزني ښار کې بهرنيان وو، چې هلته د جګړې لپاره راغلي وو؟ هلته خو ټول عام ښاريان، پوليس او د ملي اردو ځواکونه وو، دواړه خواوې مسلمانان وو، نو بيا دومره قتل او قتال د څه لپاره؟”

خبریال جاوید همیم وایي اوس له افغانستان څخه ٩٠ سلنه بهرنيان وتلي دي، يواځې شاوخوا ١٥ زره پاتې دي، هغوى هم په خپلو اډو کې دي، عمليات او جګړې ټول افغان ځواکونه کوي، افغانان او افغان ځواکونه مسلمانان دي، نو دوى دلته چا سره د جهاد لپاره راځي؟؟

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG