لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې اوس هم قابو ۱۹ لکه افغان کډوال میشت دي


دپاکستان څخه افغانستان ته په لویې شمیر کې دافغان کډوالو دبیرته تګ باوجود چارواکي وایي چې اوس هم په پاکستان ۱۰لکه اؤ۴۰ زره راجسټرؤ اؤ اته نیم لکه کارډ‌ لرونکي افغان کډوال میشت دي.

په پاکستان کې دافغان کډوالو دچارو مشر ښاغلی وقار معروف وایي دکال ۲۰۰۲م نه ترکال۲۰۱۸م پورې ۴۴لکه اؤ۴۳ افغان کډوال دپاکستان څخه بیرته خپل هیواد ته ستانه شوي دي.

په نوښار کې دکډوالو دبیرته ستنیدنې مرکز کې دتهائي لینډ یوې ۱۶ کسیزې ډلې ته پاکستان کې دمیشت افغان کډوالو په اړوند د احوال ورکولو په وخت دکډوالو دچارو مشر یا ډائریکټر جنرل ښاغلي وقار معروف ویلي دکال ۲۰۰م راهسې پاکستان کې افغان کډوالو دپاره دملګرو ملتونو په مرسته د ار سي ایم نظام فعال دی چې پکې دافغانانو د رجسټریشن،بدلون،پیدائښت اؤ مرینې په اړوند دمعلوماتو عمل سرته رسیږي

هغه ووویل دا مهال پاکستان کې د راجسټرډ اؤ کارډ‌ لرونکو افغان کډوالو ترڅنګ داسې بې شمیره کډوال هم میشت دي چې داستوګنې په اړوند یې کاغذونو کې هیڅ اندراج نشته.

نوموي بهرني هئیت ته وویل خیبرپښتونخوا کې دافغان کډوالو کیمپونو کې ۱۷ روغتیایي مرکزونه فعاله دي اؤ ددې ترڅنګ کډوالو ماشومانو ته زده کړې هم ورکول کیږي.

پاکستان کې دمیشت افغان کډوالو د استوګنې قانوني موده د روان کال د جون په۳۰مه نېټه پائ ته رسیدلې وه چې له هغې وروسته حکومت دغه موده کې د دریوؤ میاشتو دپاره نوره پراختیا کړې ده.

د کډوالو د خیرښېګړې لپاره کارکوونکې یوې نړیوالې ادارې (اېشیا پېسیفیک رفیوجي رایټس) په وروستیو کې پر پاکستان غږ کړی ؤ چې د افغان کډوالو د رجسټرېشن کارډونو موده دې تر اوږدې مودې و غځوي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو د ادارې د رسمي شمېر له مخې په تېر ۲۰۱۷م کال کې له پاکستانه یو لک پینځوس زره (۱۵۰۰۰۰) افغان کډوال په خپله خوښه افغانستان ته ستانه شوي دي، چې دا شمېر تر تېرو کلونو ډېر کم ګڼل کېږي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG