لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د شوروي ائتلاف له ړنګېدو راپدېخوا روسیه تر ټولو ستر پوځي تمرینونه راجوړي


روسیې د راتلونکې میاشتې څخه د شوروي اتحاد له ړنګیدو راپدیخوا د ترټولو لویو پوځي تمرینونو راجوړولو اعلان کړی چې پکې به د چین اؤ منګولیا ځواکونه هم برخه اخلي.

د روس ددفاع وزیر سرګي شوئیکو دسه شنبې په ورځ ویلي دا پوځي تمرینات به د روسي ځواکونو په مرکزي اؤ ختیزو سیمو کې کیږي چې پکې به درې لکه پوځیان،زر الوتکې،دوه روسي سمندرې بیړې اؤ نورې وسلې شاملې وي.

په لویه کچه دا پوځي‌ تمرینونه په داسې وخت کې راجوړیږي چې دلویدیزو هیوادونو اؤ روسیې ترمینځ تاؤ تریخوالی سیوا شوی اؤ روس د خپلې لویدیزې پولې سره پیوست سیمو کې د ناټو ځواکونو په پوځي تمرینونو نیوکې کوي.

ناټو وایي هغوئ دا پوځي‌ راټولیدنه کال۲۰۱۴م کې د یوکرائن په کرائمیا ښار دقبضې له کامه وروسته د روسیې د ممکنه تیري د مخنیوي په غرض کړې ده.

د ۱۱م نه تر ۱۵م ستمبر دروسیې په کیدونکو دغو دغو پوځي تمریناتو په ممکنه ډول دجاپان پرېشانۍ نورې هم سیوا کیدلی شي.

جاپان له وړاندې څخه په مشرق بعید کې د روسي ځواکونو په راټولیدو هم اندېښنې ښکاره کړې وې خو روسیې ددغو اندېښنو په ځواب کې ویلي وؤ چې هغوئ دا ګام دجاپان له لوري دامریکا دجوړ ایجز میزائیلي نظام دفعالولو په جواب کې کړی دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG