لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په بلوچستان کې د ورکو بلوڅانو کورنیو احتجاجي لاريون وکړ


په بلوچستان کې د ورکو بلوڅانو کورنیو په جبري توګه د بې درکه کېدو ورځ په لاریون او په احتجاج سره ولمانځله.

د ورکو بلوڅانو لپاره ږغ پورته کوونکي سازمان (وایس فار بلوچ مسنګ پرسنز) نن په کوټه کې د ښار پر سړکونو لاریون وکړ چې د ورکو بلوڅانو د کورنیو ښځو، ماشو مانو، د مدني ټولنې غړو او سياسي ګوندونو هم ګډون درلو دی.

د دې سازمان مشر نصرالله بلوڅ وي.او.اې ډیوه سره په خبرو کې وویل:

" موږ سوليز احتجاج کوو، کوم کسان چي په زوره باندي بې درکه کړي دی هغه دی په سم لاسي ډول راڅرګند کړی، پر چا باندې چې قضيې دي هغه دې دلته عدالتونو ته وړا ندې کړي.''

دی دعوه کوي چې په بلوچستان کې بلوڅ ځوانان اوس هم په جبري توګه وړل کېږي او دی تور لګوي چې د دوی په تښتولو کې د پاکستان امنیتي او استخباراتي ادارې لاس لري.

د بلوچستان نشنل ګوند د صوبايئ اسمبلي غړي نواز بلوڅ هم په دغه لار يون کي ګډون درلود. ده وويل چي زما وراره بهاول خان هم له تيرو کلو څخه بي درکه دي.

بلوچستان نېشنل ګوند په مرکز کې د تحریک انصاف ګوند ملاتړی دی او له مرکزي حکومت سره یې د شپږو مادو یو تړون هم لاسلیک کړی، چې په هغه کې د ورکو بلوڅان را خوشي کېدل هم شامل دي.

د دې ګوند مشر اختر مېنګل د قومي اسمبلۍ لومړۍ غونډې ته په وینا کې د بې درکو بلوڅانو موضوع را پورته کړه او له حکومته یې غوښتنه وکړه چې په بلوچستان کې دې جبري بې درکه بلوڅان پیدا کړي.

'' د بې درکو بلوڅانو کورنۍ دلته ولاړې دي. دوی وايي چي په هر کور کي څلور پنځه کسان ورک دي زمونږ میندي، خوندې راغلي دي. مونږ به په اسلام اباد او پر نړيواله کچه باندي ږغ پورته کوو چې دغه نادرکه کسان د پاکستان د استخباراتو په ولکه کې دي. "

نصرالله بلوڅ وويل، که چيري موجوده حکومت دغه ستونزه اواره نه کړه نو دوی به تر اسلام اباد پوري د پښو لاريون وکړ او پارليمنټ مخي ته به تر هغو پوري احتجاج کوي تر څو دغه مسله حل شوي نه وي"

دوی زیاتوي چې له نړیوالو ادارو لکه ملګرو ملتونو، ایمنسټي انټرنېشنل، اېشین هیومن رایټس، امریکې او برتانیې مو وغوښتل چې راشي وګوري په بلوچستان کې څومره زیات بشري حقونه پایماله کېږي.

د بشري حقونو سازمانو په بلو چستان کې د خلګو پر بي درکه کيدو او بیا د هغوي مړو د پیداکېدو پر مسلې باندي سخته اندېښنه څر ګنده کړې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG