لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

م م د سوریې په ادلیب کې د بشري ناورین د راتلو وېره لري


د ملګروملتونو عمومي منشي انټونیو ګیوټریس نن د شورو یا چهارشنبې په ورځ په دې اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړه چې که د سوریې په ادلیپ کې پراخ پوځي عملیات پیل شي نو کیدای شي یو بشري ناورین رامنځ ته شي.

د بشار الاسد حکومت چې د روسیې ملاتړ هم له ځانه سره لري ویلي دي، چې دوی پلان لري چې دغه سیمه له ترهګرو څخه پاکه کړي.

په روانه میاشت کې په یادې سیمه کې هوايي او راکټي بریدونه زیات شوي او داسې اندېښنې دي چې کیدای شي د پراخو عملیاتو پرمهال هغه څه رامنځ ته شي لکه چې په ختیځې غوطا او الیپو کې شوي وو.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګې لاوروف همدا نن په ماسکو کې ویلي، ادلیپ د ترهګرو لپاره وروستی پاتې مرکز دی چې ترهګر پکې له ملکي وګړو څخه د ډال په توګه کار اخلي.

د سوريې په شمال ختیځ ښار ادلیپ کې کابو درې میلیونه کسان ژوند کوي.

ملګري ملتونه وايي، تر دوه میلیونو زیات خلک په ادلیپ کې بشري مرستو ته اړتیا لري او مرستندویه ادارې د لا خرابو حالاتو لپاره چمتوالی نیسي.

د ملګروملتونو ویاند سټیفن ډوجارېک وايي، د ملګرملتونو عمومي منشي د سوریې له حکومت او له ټولو ښکېلو غاړو څخه وغوښتل چې د ملکیانو ژغورلو ته دې پاملرنه وکړي.

روسیه او سوریه په لویدیځ باندې تور لګوي چې په ادلیپ باندې د کیمیاوي وسلو د برید پلان لري چې بیا تور یې وروسته د اسد په رژیم پوري کړي.

خو امریکا خبرداری ورکړی چې کچېرې په ادلیب کې حالات خراب شي او یا پرې کیمیاوي وسلې وکارول شي نو دوی به د اسد حکومت او روسیه مسوله وګڼي.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې هیدر نیورټ د نهې یا سې شنبې په ورځ خبریالانو ته وویل، د دوی د ادارې چارواکو له خپلو روسي سیالانو سره په خبرو کې دا روښانه کړې چې کچېرې په ادلیب او یا د سوریې په کوم بل ځای کې د کیمیاوي وسلو د کارولو شواهد ولیدل شي نو د امریکا حکومت او متحدین به یې په چټکۍ سره مناسب او پر وخت ځواب ورکړي.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG