لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

محکمې دنوازشریف،مریم نواز اؤ کیپټن صفدر دسزاګانو په ضد خواستونه رد کړل


لاهور هائیکورټ د پاکستان دپخواني وزیراعظم میا نوازشریف، دهغه دلور مریم نواز اؤ زوم کیټن صفدر د سزا ګانو په ضد محکمې ته شوي خواستونه رد کړي دي.

محکمه کې نن دجمعې په ورځ نوازشریف ،دهغه لور اؤ زوم ته د اورؤل شوؤ سزاګانو په ضد دشوؤ خواستونو اوریدنه قاضي شاهد وحید،قاضي عاطر محمود اؤ‌قاضي شاهد جمیل خان کړې ده .

پخواني وزیراعظم نوازشریف ته هیواد نه دباندې دناجائزه شتمنیو لرلو په تور داحتساب عدالت لخوا د لسو کالو ،دهغه لور مریم نواز ته د نقلي کاغذونو اؤ دجرم دپټولو دهڅې په تور د اوو کالو اؤ زوم محمد صفدر ته د دوؤ کالو د بند سزا اورول شوې ده.

دنوازشریف اؤ دهغه لور اؤ‌ زوم د سزاګانو په ضد لاهور هائیکورټ ته په شوؤ خواستو کې ویل شوي چې نیب دنیب قانون ارډیننس پخواني صدر پرویز مشرف جاري کړی ؤ خو په ائین کې د۱۸ بدلون نه وروسته دغه قانون ختم شوی اؤ نوازشریف ته چې درې ځله دهیواد وزیراعظم پاتې شوی دیو ختم قانون لاندې سزا ورکړل شوې.

خواست کوونکې له محکمې وغوښتل چې نوازشریف ،مریم نواز اؤ کیپټن صفدر ته اورؤل شوې سزاګانې لغوه وګرځوي خو محکمې د دواړو خواؤ له دلیلونو اوریدلو وروسته دغه خواستونه رد کړل اؤ د نوازشریف اؤ دهغه دلور اؤ زوم سزا ګانې یې پځایې وساتلې.

دپاکستان پخوانی وزیراعظم نوازشریف ، دهغه لور مریم نواز د روان کال په۱۳مه جولایي نیول شوي اؤ د اډیالې زندان ته اچول شوي.

نوازشریف دهغه د اقتدار نه دلرې کولو اؤ زندان ته د اچولو تور په اشارو کې د هیواد په پوځ لګوي اؤ وایې هغه د جمهوریت د دښمنانو خوښې ته سر ټیټولو نه انکار کړی ؤ ځکه یې په ضد سازشونه جوړ کړی شول.

دلاهور هائیکورټ په څير دهغه د سزا په ضد اسلام اباد کورټ ته هم خواست شوی چې په دغه خواست محکمې د دواړو لوریو دلیلونه اوریدلي اؤ خپله پرېکړه یې خوندي کړې ده

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG