لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د باجوړ استادان: که د دوو خویندو استادانو قاتلین سزا نه شي سکولونه به بند کړو


واشنګټن ـــ د پښتونخوا په قبایلي ضلع باجوړ کې د دوو وژل شویو خویندو د وژنې په ضد د سکولونو استادانو احتجاج کړی او له حکومته یې غوښتنه کړې چې که قاتلینو ته یې سزا ور نه کړي، نو سکولونه به بند کړي او احتجاجونه به پیل کړي.

په مظاهره کې شریک د باجوړ د ټولو استادانو د کوارډینېشن کونسل مشر امان الله له وي.او.اې ډیوه سره په خبرو کې د ښځینه استادانو شازیه بي بي او نصرت وژنه په کلکه وغندله او د هغوی قاتلینو ته یې د سزا غوښتنه وکړه:

"زموږ د عزت خیال یې نه دی ساتلی، که حکومت او عدالت د دې تپوس ونه کړ، نو موږ به په راتلونکي وخت کې سخت اقدام وکړو، موږ به سړکونو ته را ووځو او سکولونو ته به تالې ولګوو".

دغو استادانو چې د باجوړ پریس کلب مخې ته یې احتجاج کاوه، په لاسونو کې یې شعارپاڼې را اخیستې وې، د وژل شویو ښځینه استادانو د قاتلینو د نیولو او سزا کېدلو او همدارنګه استادانو ته د تحفظ ورکولو غوښتنې پر لیکلې وې.

د اګست په ۲۹مه د باجوړ د ماموند تحصیل په عمري سیمه کې د اشفاق په نوم یوه تن او د هغه ملګري په سکول کې دننه پر خپله ښځه- چې ویل کېږي خلع یې ځنې اخیستې- او خښینه باندې ډزې وکړې او ځای پر ځای یې و وژلې.

ځایي خلکو قاتل اشفاق نیولی او وسله یې هم ځنې تر لاسه کړې ده او سمدستي یې ځایي انتظامیې ته سپارلی دی، خو ملګری یې تښتېدلی دی.

استادانو د پښتونخوا له حکومته په باجوړ کې د استادانو خصوصاً د ښځینه ښوونکو لپاره د تحفظ غوښتنه وکړه. د باجوړ د (ملګري استادان) ټولنې مشر واهب جان وایي، وژل شوې استادې په وار- وار د تعلیم ادارې افسران خپل ژوند ته له ور پېښو خطرونو خبر کړي وو خو وایي هغوی ورباندې اقدام ونه کړ:

"له حکومته غواړو چې د دې لپاره دې یوه تحقیقاتي کمېټۍ جوړه شي او زر تر زره دې قاتل ته سزا ورکړل شي چې استادان مطمئن شي او آیینده داسې ونه شي. موږ استاد ته حساب غواړو، استاد ته امن غواړو چې دا وطن ګل و ګلزار شي".

د استادانو د تنظیم یو بل غړی قاري ګل سعید وایي، په قبایلي ضلعو کې هسې هم د تعلیم کمی دی خصوصاً د نجونو د تعلیم کچه ډېره ټیټه ده، خو د ښځینه استادانو د وژنې پېښه به د دې سیمې پر تعلیم نور هم منفي اغېز وکړي. ګل سعید وایي دا په دې سیمه کې د ښځینه استادانو د وژنې ۱۱مه پېښه ده.

د وحدت ټېچرز ایسوسیېشن مشر حاجي ګل بادشاه وي.او.اې ډیوه ته وویل، چې وژل شوې ښځینه استادې شازیې بي بي له خپل مېړه څخه خلع اخیستې وه، نو بیا هغه څه حق درلود چې د قبایلي روایاتو خلاف یې ښځه و وژله.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG