لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

صائمه ناز وایي د ژوند ملګری به غریب اؤ‌ شریف سړی غوره کوي


دپښتو پېغلې سندرغاړې صائمه ناز وایي هرڅو که یې لا د واده په هکله پرېکړه نه ده کړې خو که کله یې هم واده کولو نو مالداره سړی به نه کوي بلکې غواړي به یو غریب اؤ شریف سړی د ژوند ملګری جوړ کړي.

دښکلي غږ،لوړقد،سورسپين رنگ لرونکې دغې وتلې هنرمندې وائس اف امريکا ډيوه راډيو سره په يوه ځانگړې مرکه کې وويل خواوشا پنځلس کاله وړاندې يې په سندرو وئيلو پيل کړى دى خو نۀ ده ورته معلومه چې تر دې مهاله يې څومره سندرې وئيلي دي اؤ څومره البمونه يې مارکيټ ته راغلي دي.

هغه د فلم،ټي وي،راډيو،سټيج اؤ شخصي محفلونو دپاره سندرو ته د راوتلو نه وړاندې نۀ خو کومې فني اکاډمۍ ته د زدکړو دپاره تللې وه اؤ نۀ يې کوم باقاعده استاد څخه لاس نيوه کړې وه .
سندره يې په مينه اؤ وينه کې شامله وه اؤ چې کله يې دهارمونيم مخې ته په لمړي ځل خپله غاړه تازه کړه نو د "سَرملکه" پرې دومره مئينه شوه چې اوس د ميرمن ناز پيژندگلو صرف سندره جوړه شوې ده.



هغې وويل دسندرو دنيا ته راتگ ورته لکه دنورو ډيرو پښتنو زنانه فنکارانو په څير ستونزې نه وې راولاړې کړې بلکې د پلار،وروڼو اؤ کورنۍ په صلاح اؤ کمک يې دفن دنيا کې قدم ايښودى دى.
هغې زياته کړه دفن دنيا ته د راتگ په لړکې يې خوشبختي داوه چې هغه دخپل کور لمړنۍ ميرمن نۀ وه چې دهنر دنيا ته راوتله بلکې ددې څخه وړاندې د هغې د خاندان نه د کشورسلطان اؤ شکيله ناز په څير لويې سندرغاړې هم دهنر دنيا کې ځليدلې وې .
نوموړې وايي چې د ماشومتوب ژوند يې په ډيره غريبۍ کې تير شوى اؤ څه خپلې غريبۍ اؤ څه د سندرو شوق دفن دنيا ته راويستې ده.
سبق يې نۀ دى وئيلى وايي ځکه چې سبق يې نه ؤ خوښ.
دهغې په وينا په ماشوموالي يې تش شرارتونه کړي دي ، واړۀ به يې وهل اؤ مور پلار له يې تشې ګيلې راوړلې خو اوس هم ترې د ماشومتوب شرارتونه نۀ دي وتلي اؤ کور کې د خپلو روڼو خويندو اؤ خپلو خپلوانو سره مستۍ اؤ شرارتونه کوي.خو اوس دتعليم ارمان کوي اؤ وايي کاش سبق يې وئيلى وى.
په شپږو خويندو اؤ دريوؤ وروڼو کې دصائمه ناز څخه دوه کشرې خويندې هم وادۀ شوي خو هغې لا دمورپلار د مرضۍ په وړاندې د وادۀ په هکله د خپل زړۀ غوښتنې ته غوږ نۀ دى نيولى .
دميرمن ناز څخه چې مو کله وپوښتل تراوسه دې په چا زړۀ ورغلى اؤ مينه دې کړې ده که نه ؟
هغه ددغې پوښتنې په اوريدو لږه راټوله شوه،دمخ تاثرات يې بدل شول خو بيا يې دخندا په ډکه خله لنډ ځواب داؤ چې "داخبرې چاته نه کوم"
صائمه ناز هم د مينې پوښتنې ته هرڅو کۀ لکه د نوروپښتنو زنانه فنکارانو دا روايتي ځواب وويلو چې دخپل مورپلار اؤ وروڼو خويندو سره مينه کوي خو د ټوقې په انداز يې ورسره دخپلې خبرې په پايې کې داهم ورغبرگه کړه "اؤ کۀ د بل چا سره څوک مينه کوي نو هغه خو دمورپلارنه پټه وي کنه"
وايي وادۀ به کوي خو د مور پلار په خوښه خو خپله خوښه يې داده چې دمالداره سړي ناوې جوړيدو ته به بيخي غاړه کښينږدي بلکې غريب اؤ شريف سړى به گوري.
خو چې پوښتنه ترې وشوه کۀ سبا دې دکور مخې ته دغريبانو اؤ شريفانو قطارونه ولگيدل ؟ نو په برق برق يې وخاندل اؤ وئ ويل "نا مور پلار مې دخپلې کورنۍ نه بغير بل چا له نۀ ورکوي"
هغې واضحه کړه چې د وادۀ نه پس نورې سندرې وئيل نۀ غواړي ځکه چې ډيره ستړې شوې ده نور به دکور ژوند کوي.
صائمه ناز زياته کړه دشاعرۍ په ټولو اصنافو کې غزل په ډير شوق سره وايي اؤ داسې شاعري يې خوښه وي چې هغې کې د خپلې معاشرې عکاسي شوي وي، د دردمند اولس د زړۀ اواز پکښې رانغښتل شوى وي .
وايي دغسې شاعري ځکه خوښوي چې خپله يې ډيرې د بې وزلۍ ورځې ليدلي دي اؤ د درد په هره مصرعه کې خپل درد محسوسوي.
هاغه وايي دژوند دټولو نه بده خاطره يې خپلې دغرييۍ ورځې دي اؤ دخوشحالۍ لمحه يې هغه وه چې په پيښور کې يې خپل کور جوړ کړو اؤ ورننوته.
نازيه اقبال اؤ خيال محمد يې دخوښې فنکاران دي .
دکمپيوټر دټيکنالوجۍ په مرسته دهنرمندانو د اواز بدليدو سيوا شوى رجحان کۀ يو خوا د نوؤ سندرغاړو دپاره ډيره اساني گڼي نو بلخوا په دې يقين ده چې دکمپيوټر په مدد اواز بدليدو دنوؤ سندرغاړو دمحنت مخه نيولې ده اؤ سبا چې دغه فنکاران نيغ په نيغه سندره وايي نو وار يې خطا وي.
نوموړې وايي ميداني پروگرامونو ته نۀ ځي خو په ټي راډيو سټيج اؤ هوټلو کې دعزت پروگرامونه کوي.
هاغه وايي د کورپه کارونو کې يې مخکې ډيره دلچسپي نۀ لرله خو اوس چې ترې دوه خويندې وادۀ شوي نو دکور زياتره کارونه پخپله کوي .
دصائمه ناز په وينااخلي پخلي کې سبزيانې اؤ نرۍ غوښه ښه پخولى شي پخپله يې وريژې اؤ سبزيانې ډيرې خوښې دي خو دخپلې مرۍ اؤ اواز خيال لکه دنورو سندرغاړو نۀ ساتي ، په دغه لړکې هيڅ پال پرهيز نۀ کوي اؤ چې څه ورته ميلاويږي درز ترې وباسي.
دنړۍ په بيلابيلو هيوادونو کې يې تردې مهاله دخپل فن مظاهر کړې ده خو وايي چې د چکرو شوقي نه ده اؤ کۀ دکور دخلکو سره چرته چکرله لاړه هم شي نو دهلې گولې اؤ مستۍ کولو پځايې غوره گڼي چې چرته دسيند په غاړه کښيني اؤ دفطرت نه خوند واخلي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG