لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

دننګرهار والي:دپاکستان قونصلګرۍ خلاصیدو ته لیواله نه یو


حیات الله

دافغانستان دننګرهار ولایت والي وایي جلال اباد کې د پاکستان په قونصلګرۍ کې د ویزو پسر دافغانانو نه بډې رشتونه اخستل کیدل اؤ سپکاوی یې کیدلو خو که دفساد د مخنوي له امله دپاکستان قونصلګري تړل کیږي نو هغوئ یې هم بیا خلاصیدلو ته لیواله نه دي.

په جلال اباد کې د پاکستان قونصلګري نن د خالي په ورځ تړل شوې اؤ په کابل کې دپاکستان سفارت تور لګولی چې ننګرهار حیات الله حیات دقونصلګرۍ چارو کې لاسوهنه کوله ځکه پاکستان خپله قونصلګري تړلې ده.

خو دننګرهار والي حیات الله د کابل سفارت دا تور رد کړی اؤ ویلي یې دي دپاکستان سفارت دې د قونصلګرۍ چارو کې دهغه د لاسوهنې رسمي سپیناوی وکړي.

والي حیات الله د قونصلګرۍ تړل کیدلو وروسته خبریالانو ته ویلي چې جلال اباد کې دپاکستان قونصلګرۍ ته د ورځې د ویزو اخستو دپاره په زرګونو کستان ورځي‌ اؤ دغلته د یوې ویزې پسر دافغانانو څخه د شلو نه نیولې تر۲۰زرو پورې روپۍ اخستل کیږي.

خو هغه نه ده په ډاګه کړې چې دغه پیسې څوک اخلي.

والي تور لګولی چې په قونصلګرۍ کې افغانانو نه د بډو اخستلو تر څنګ هغوئ وهلی اؤ‌ سپکولی هم شي اؤ افغان دولت هڅه کړې چې د بډو رشتونو اؤ‌ دافغانانو د سپکاوي مخه ونیسي .

هغه وویل هیڅوک اجازه نه لري چې دافغانانو په عزت لوبې وکړي ،افغان دولت ته ترهرڅه زیات دخپلو خلکو عزت مهم دی .

حیات الله ویلي که قونصلګري د فساد دمخنیوي په هڅو نیول کیږي نو هغوئ هم دې ته لیواله نه دي چې دغه قونصلګري دې بیرته خلاصه شي.

XS
SM
MD
LG