لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو مشري نن جنرل آسټین میلر ته سپارل کېږي


په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو مشري په داسې وخت کې یوه نوي امریکایي جنرل ته سپارل کېږي، چې په دې وروستیو کې یوې خواته د دې هېواد په بېلابېلو برخو کې د طالبانو بریدونه زیات شوي او بلې خواته طالبانو له امریکې سره په قطر کې د امن پر بهیر خبرې کړې دي.

جنرل جان نیکولسن شاوخوا شپږ کاله په افغانستان کې تېر کړل، چې وروستي دوه کلونه یې په دې هېواد کې د امریکايي او نېټو ځواکونو مشري وکړه او نن به په کابل کې په یوه رسمي غونډه کې واک جنرل آسټين سکاټ میلر ته وسپاري.

جنرل آسټین میلر د افغانستان په تېره اوولس کلنه جګړه کې نهم امریکایي جنرل دی چې په دې هېواد کې به د پاته شاوخوا شل زره بهرنیو ځواکونو مشري کوي.

۵۷ کلن میلر د ۱۹۶۱م کال په مې میاشت کې د امریکې په هاوایي ایالت کې زوکړی دی، چې په ۱۹۸۳م کال د امریکې له پوځي اکېډمۍ تر فراغت وروسته د امریکې په پوځ کې پر بېلابېلو رتبو پاته شوی دی.

ښاغلی میلر په تېره مې میاشت کې په افغانستان کې د جګړې د مشرۍ لپاره وټاکل شو، چې د جون په ۱۹مه د امریکا کانګرس د نوموړي ټاکل کېدل تایید کړل.

د جون په ۱۹مه جنرال میلر د امریکې د کانګرس غړو ته وویل چې د افغانستان په جګړه کې پرمختګ ویني، خو دا ضمانت نه شي ورکولای، چې په دې هېواد کې به جګړه کله پای ته رسېږي او امریکايي ځواکونه به تر کله په افغانستان کې وي.

ځینې امریکایي څېړونکي د جنرل میلر ټاکنه د امریکې د حکومت او کانګرس یو غوره ګام بولي، ځکه چې وایي هغه به نه یواځې د افغان ځواکونو په پیاوړتیا کې ښه کردار تر سره کړي، بلکې د وسلوالو په ضد به اغېزمن عملیات وکړي.

جنرل میلر په تېرو کلونو کې په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د عملیاتو مشري پر غاړه لرله. نوموړي د افغانستان په ګډون په عراق، صومالیا او بوسنیا کې هم پوځي ماموریت ترسره کړی دی.

په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو رخصتېدونکي مشر جنرل نیکولسن د امریکې له این پي آر رېډیو سره په خپلو وروستیو خبرو کې هیله څرګنده کړې، چې وایي تر بل هر وخت اوس په افغانستان کې امن ته لېوالتیا او هڅې زیاتې شوې دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:02:16 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG