لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغان کرکټ‌ بورډ‌ اسیایي سیالیو دپاره ۱۷کسیزه لوبډله اعلان کړه


د افغانستان کرکټ بورډ د اسيايي سياليو لپاره د۱۷ کسیزه ملي لوبډلې نومونه اعلان کړي چې پکې زیات ارزښت له تیزې منډې پرته (سپینر) توپ اچوونکو ته ورکړل شوی دی.

د دوشنبې په ورځ کابل کې یو مطبوعاتي کانفرنس ته په وینا کې دافغانستان کرکټ بورډ د غوراوي کېمټې مشر نوروز منګل وویل د روان کال د سپټمبرد میاشتې په ۱۵نېټه په متحده عربي اماراتو کې دپلیدونکو سیالیو دپاره دافغانستان لوبډله کې د لوبغاړو په ورګډؤلو کې د بشپړ دقت څخه کار اخستل شوی اؤ هیله دا ټاکل شوې لوبډله به سیالیو کې ښه لوبه وکړي.

لوبډله کې محمد شهزاد محمدي، جاوېد احمدي، احسان الله جنت، رحمت شاه زرمتی، اصغر افغان (کپتان)، حشمت الله شهيدي، نجیب الله ځدراڼ، سميع الله شينواری، منیراحمد کاکړ (ویکټ ساتونکی)، محمدنبي عیسی خېل، ګلبدين نایب، راشد خان، شرف الدين اشرف، مجیب الرحمن، افتاب عالم، سید احمد شېرزاد او وفادار شامل دي.

په لوبډله کې څلورو اسپنرانو راشدخان،مجیب،شرف الدین اشرف اؤ محمد نبي پسې د توپ اچونې په برخه کې زیاتې هیلې تړل شوي دي.

دلوبډلې مشري به د اصعر افغان په غاړه وي اؤ دسر په لوبغاړو کې به هغه سره شهزاد،جاوید احمدي، احسان الله جنت،رحمت شاه اؤ‌ حشمت الله شهیدي ملګرتیا کوي.

د محمد نبي ترڅنګ ګلبدین د دوهم ال راونډر په توګه لوبډله کې اخستل شوی دی.

اسيايي جام سيالۍ د روان کال د سپټمبر میاشتې په ۱۵نېټه په متحده عربي اماراتو کې پيلېږي او د همدې میاشتې تر ۲۸مې نېټې به دوام لري.

دا ځل اسيايي جام سيالۍ چې شپږ لوبډلې په کې برخه لري، په ګروپي بڼه مخې ته ځي، افغانستان، بنګله دېش او سریلانکا به سره بخت ازمايي.

پاکستان، هندوستان او یوه بله لوبډله چې د لارموندنې له پړاوه به راوځي، بل ګروپ کې له یوه بل سره مخامخ کېږي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG