دافغانستان دپاکستان پلوه طالبانو د مشر جلال الدین حقاني د مړینې خبرونه یو ځل بیا خپاره شوي دطالبانو تحریک اؤ دهغه زوئ سراج الدین حقاني هم دخپل پلار مړینه تائید کړې ده.
له دې وړاندې په کال ۲۰۱۴م اؤ ۱۵م کې هم داسې راپورونه مخې ته راغلي وؤ چې دطالبانو دحقاني ډلې مشر جلال الدین حقاني د سر رګ شلیدلو له امله مړی شوی اؤ دشمالي وزیرستان په ډانډي سیمه کې ښخ کړل شوی،
په هغه مهال هم د طالبانو سرچینو د حقاني مړینه تائید کړې وه.
خو د سه شنبې په ورځ دطالبانو دتحریک ویاند ذبیح الله مجاهد پخپل یو بیان کې د جلال الدین حقاني دمړینې پخلی کړی اؤ ویلي یې دي هغه له اوږدې ناروغۍ وروسته ساه ورکړې ده.
دافغانستان طلوع ټيلي ویژن خبر خپور کړی چې جلال الدین حقاني زوئ سراج الدین حقاني هم پخپل یو بیان کې دخپل پلار د مړینې پخلی کړی دی.
جلال الدین حقاني د طالبانو یو مهم مشر بلل کیدلو په افغانستان کې دطالبانو په حکومت کې هغه د سرحدونو دچارو د وزیر په توګه دنده ترسره کوله.
دحقاني په هکله ویل کیږي چې دالقاعده دپخواني مشر اسامه بن لادن سره یې هم کلکې اړیکې درلودې اؤ د۹۰م په لسیزه کې دافغانستان دننه دالقاعده د روزنې په مرکز جوړولو کې هم هغه د اسامه بن لادن کلکه ملګرتیا کړې ده.
دهغه وسله واله ډله افغانستان کې په مهمو ائتلافي اؤ افغاني اهدافو بریدونو کې ککړه پاتې شوې ده.
دجلال الدین حقاني په هکله داسې دعوې هم کیږي چې دپاکستان استخباراتي ادارو سره یې کلکې اړیکې لرلې اؤ په افغانستان کې دطالبانو د حکومت ختمیدلو راپدیخوا یې په سوؤنو جنګیالي افغانستان کې په ائتلافي اؤ افغان ځواکونو د بریدونو دپاره منظم کړي وؤ.
په وروستیو کې هغه د خپل تنظیم مشري خپل زوئ سراج الدین حقاني ته سپارلې وه