لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

روسیې د ټرمپ له خبرداري سره سره د سوریې د ادلیب ښار د نیولو ملاتړ وکړ


سوریه غواړي چې د اورپکو په واک کې د وروستي پاتې ښار ادلیب کنټرول ترلاسه کړي.

روسیې نن د نهې یا سې شنبې په ورځ د ادلیب ښار د نیولو له عملیاتو څخه ملاتړ څرګند کړ او ایران تر دې مخکې ورته دریځ غوره کړی وو.

د کرملن ویاند ډیمیټري پیسکوف وویل، ادلیب د ترګرۍ د جیب په څېر دی او ددغه ښار حالات د سوریې د شخړې د سیاسي حل په وړاندې خنډونه جوړوي.

تر دې مخکې د ګل یا دوشنبې په ورځ د ایران د بهرنیو چارو وزیر ویلي وو، چې ادلیب باید له ترهګرو څخه پاک شي.

ایراني رسنیو همدارنګه د بهرنیو چارو د وزیر محمد جواد ظریف له خولې راخیستې دي، چې ادلیب باید بېرته د سوریې خلکو ته په لاس ورشي او په سوریه کې باید د بیارغونې او د کډوالو د بېرته ستنېدو چارې پرمخ ولاړې شي.

په ادلیب کې درې میلیونه خلک ژوند کوي او ملګرو ملتونو اندېښنه څرګنده کړې، چې که سوریه په دغه ښار کې پوځي عملیات پیل کړي نو ښایي یو ستر بشري ناورین رامنځ ته شي.

د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ د ګل یا دوشنبې په ورځ په یو ټویټ کې سوریې ته خبرداری ورکړی چې په ادلیب باندې دې په بې احتیاطۍ سره برید نه کوي.

ټرمپ همدارنګه د بشار الاسد د پوځ په دوو سترو ملاتړو باندې غږ وکړ چې خپلې کړنې دې کابو کړي.

ټرمپ وویل:

"روسان او ایرانیان به یوه ستره بشري تېروتنه وکړي که چېرې په دې ممکنه بشري غمیزه کې برخه واخلي. په لکونو خلک ښایي ووژل شي. پرې نږدئ چې داسې یو څه دې وشي. "

په سن انټونیو کې د ټرینېټي د پوهنتون د تاریخ یو پروفیسور ډېوېډ لېچ وايي، فکر نه کوي چې امریکا دې په دې برخه کې څه وکولای شي.

دی وايي، زه فکر کوم روسیه، د سوریې حکومت او متحدین یې په کلکه غواړي چې د ادلیب کنټرول ترلاسه کړي که هغه پړاو په پړاو وي او که په یوځل.

په سوریه کې د ۲۰۱۱ کال له لومړیو څخه جګړه روانه ده چې په دغې جګړه کې حکومتي پلوي ځواکونه، یاغي ډلې او ترهګر په خپلو کې په بیلابیلو سیمو کې سره ښکېل دي.

د اسد ځواکونو د روسیې او ایران په ملاتړ په دې وروستیو کلونو کې ګڼ ښارونه بېرته نیولي دي او بیا وروسته له مخالفو جنګیالیو او ملکیانو سره د یو شمېر تړونونو له امله دوی ته اجازه ورکړل شوه چې ادلیب ښار ته وتښتي.

د اسد حکومت ټولو مخالفو جنګیالو ته د ترهګر نوم ورکوي او په ادلیب کې یاغیان او ترهګر دواړه د نصره د جبهې (نصره فرانټ) په نامه شتون لري.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG