لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

دامریکا خارجه وزیر مائیک پومپیو اؤ جنرال ډنفورډ‌ په مهم سفر اسلام اباد ته رسیدلي


دامریکا د بهرنیو چارو وزیر مائیک پومپیو اؤ پوځي مشر جنرال جوزف ډنفورډ دترهګرۍ په ضد جګړې اؤ‌ افغانستان کې دسولې په اړوند دپاکستان په کردار دخبرو اترو دپاره نن په یو مهم سفر دپاکستان پلازمینې اسلام اباد ته رسیدلي دي.

دغه لوړ پوړي امریکایي چارواکو پاکستان ته خپل دا سفر په داسې حال کې کړی چې روانه اوونۍ امریکا پاکستان ته ورکړل کیدونکې ۳۰ اربه ډالر پوځي مرستې ختمې کړي اؤ تور یې لګولی چې اسلام اباد دترهګرۍ په ضد جګړه کې خپلې ژمنې سرته نه دي رسولي.

احتمال لیدل کیږي چې پخپل اوسني سفر کې به دامریکا د بهرنیو چارو وزیر مائیک پومپیو اؤ جنرال ډنفورډ د وزیراعظم عمران ،دبهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي اؤ پوځي چارواکو سره لیدنې اؤ په مهمو چارو خبرې وکړي.

اسلام اباد ته دتګ په مهال الوتکه کې خبریالانو سره په خبرو کې دبهرنیو چارو وزیر مائیک پومپیو په پاکستان غږ کړی چې افغانستان کې د سولې په ټینګښت کې خپل رول ترسره کړي.

ښاغلي مائیک پومپییو ویلي” پاکستان ته مو وړاندې ویلي وؤ چې پیسې به نه ورکړل کیږي اؤ‌ ددغو پیسو نه ورکولو علت هم ورته ښودل شوی ؤ”

هغه وویل دسویلي ایشیاء دپاره د صدر ټرمپ لخوا داعلان کړل شوې تګلارې په تطبیق کې اؤ دترهګرو ډلو په ضد دپاکستان لخوا هغه ګامونه نه دي اخستل شوي چې اخستل پکار وؤ.

مائیک پومپیو وویل “مونږ وسائل هاغه مهال ورکول کله چې د وسائیلو ورکولو منطق موجود ؤ اؤ که چرې بیا هم هغه شان صورتحال رامینځته شو نو باوري یم چې صدر ټرمپ ته به جواز ورکړو”

پاکستان ته له راتګ وړاندې د امریکا دبهرنیو چارو د وزیر دغه سختې څرګندونې په ډاګه کوي د نور کله په پرتله به دا ځل امریکایي چارواکي دپاکستان حکومت سره افغانستان کې دامن دټینګښت په هکله سپینې،سپینې خبرې وکړي.

دمائیګ پومپیو اؤ جنرال ډنفوډ اسلام اباد ته له سفر وړاندې د پاکستان د پوځ سرلښکر جنرال قمر جاوید باجوه نه یوازې څو کرته د وزیراعظم عمران خان سره مشورتي ناستې کړي دي بلکې د پوځي کمانډرانو غونډه یې هم تیره ورځ‌ رابللې وه.

څيړونکي وایي په پاکستان کې د افغانستان، هند، امریکا اؤ ایران په اړوند دخارجه پالیسو جوړؤلو واک د حکومت پځایې پوځ په لاس کې نیولی خو پوځ وایي چې هغه دحکومت ماتحت اداره ده اؤ څه چې ورته حکومت وایي هم هغه مني

XS
SM
MD
LG