د افغانستان ملي استخباراتی ادارې (اېن ډي اېس) ويلي، په پلازمينه کابل کې يې د حقاني نېټ ورک ۱۱ غړي سره د وسلو نيولي دي.
د افغان رسنیو ترمخه اېن ډي اېس دغه مشکوک کسان د کابل په بېلابيلو برخو کې نيولي او په غټه کچه وسله يې ترې ترلاسه کړې ده.
ادارې ويلي دغه کسان د ترهګرۍ په عملياتو، ماين چاؤدنو او حکومتي مامورينو په وژنو کې ککړ دي.
د نيول شوؤ کسانو په اړوند نور تفصيل مخې ته نه دی راغلی چې د دوی تعلق د کومې سيمې سره دی.
خو دغه کسان په داسې حال کې نيول شوي چې يوه ورځ وړاندې طالبانو منلې د حقاني نېټ ورک مشر جلال الدين د اوږدې ناروغۍ نه مړ شوی دی.
د جلال الدين حقاني په اړوند داسې راپورونه هم خپاره شوي چې هغه په ۲۰۱۴ يا ۲۰۱۵م کال کې مړ شوی ؤ.
افغانستان او امريکا تور لګوي چې حقاني نېټ ورک او نور افغان طالبان د پاکستان په خاوره خوندي ځالې لري خو پاکستان دغه تورونه ردوي.
دوه ورځې وړاندې افغان چارواکو ويلي په ننګرهار کې ورته دوه داعشيان تسليم شوي او د هغو تعلق د پاکستان د اورکزو سيمې سره دی.
د دغو دواړو نيول شوؤ وسله والو ويډيو مرکې هم خپرې کړی شوې وې.