لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ماټېس: په سوریه کې مخالفین کیمیاوي وسلې نه لري خو اسد یې لري


د امریکا د دفاع وزیر جېم ماټېس وايي، امریکا دا څاري چې ایا د سوریې حکومت د یاغیانو تر ولکې لاندې د ادلیب ښار د نیولو په عملیاتو کې کیمیاوي وسلې کاروي او که نه.

ماټېس ویلي، د سوریې مخالف جنګیالي د داسې بریدونو د ترسره کولو جوګه نه دي.

ده وویل:

"مونږ هېڅ داسې استخباراتي معلومات نه لرو چې ګواکې د سوریې مخالفین دې کیمیاوي وسلې ولري. "

خو دی زیاتوي، داسې شواهد شته چې ولسمشر بشار الاسد دا ډول بریدونه په تېرو وختونو کې کړیدي او مونږ دا هر څه له نږدې څارو.

امریکايي چارواکو خبرداری وکړی، چې که د سوریې حکومت د یاغیانو تر ولکې لاندې د وروستي ایالت ادلیب د بیرته نیولو عملیات پیل کړي نو ښايي یو ستر بشري ناورین رامنځ ته شي.

د سوریې په شمال لویدیځ ښار ادلیب کې کابو درې میلیونه کسان ژوند کوي.

په سوریه کې د ملګروملتونو ځانګړي استازی سټیفن ډي مستورا هم خبرداری ورکړی چې کیدای شي ډیر بد حالت تر سترګو شي.

د اسد پر حکومت باندې تور دی، چې د تېرې اوه کلنې جګړې پرمهال یې څو ځله کیمیاوي وسلې کارولې دي خو اسد دا تورونه ردوي او پرځای یې پر خپلو مخالفینو تور پوري کوي چې دوی کیمیاوي وسلې کاروي.

د ټرمپ ادارې ددغو کیمیاوي بریدونو په غبرګون کې دوه ځله د سوریې د حکومت پرضد هوايي بریدونه هم ترسره کړیدي.

د سپینې ماڼۍ ویاندې سېرا سېنډرز یو ځلې بیا وویل:

"راځۍ په ډاګه یې ووایو. مونږ په خپل دریځ کلک ولاړ یو که ولسمشر بشار اسد یو ځل بیا کیمیاوي وسلې وکارولې نو امریکا او متحدین به یې پر ضد په چټکۍ سره مناسب غبرګون څرګند کړي. "

ماټېس چې د هندوستان په سفر وه دا هم وویل چې داعش څو ځله هڅه وکړه په عراق کې د کیمیاوي وسلو بریدونه ترسره کړي خو پرې بریالي نه شول.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG