لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

په کابل کې غبرګو ځانمرګو بریدونو د دوو خبریالانو په ګډون ۲۰ تنه و وژل


په کابل کې دوو غبرګو ځانمرګو بریدونو د دوو خبریالانو په ګډون ۲۰ تنه وژلي او شاوخوا ۷۰ تنه یې ټپیان کړي دي.

لومړی بمي برید د شوروـ چارشنبې په ماښام د کابل په دشت برچي سیمه کې پر یوه ورزشي کلب وشو، چې د چارواکو په وینا ځانمرګی برید وو. د چارواکو په وینا په دې چاودنه کې څلور کسان و وژل شول او تر شلو زیات پکې ټپیان شول.

د روغتیا وزارت وایي، تر اوسه په پېښه کې د وژل شویو څلورو تنو مړي وروړل شوي او شاوخوا ۲۵ ټپیان دي، خو امکان شته چې د مړیو شمېر زیات شي.

د کابل د پولیسو مشر حشمت ستانیکزی وایي، تر لومړۍ چاودنې وروسته خبریالان او امنیتي کسان د پېښې پر ځای را غونډ وو، چې یوه بل ځانمرګي بریدګر له چاودېدونکو موادو ډک موټر وچاوده.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي، په دویمه چاودنه کې هم د څلورو خبریالانو په شمول ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

په وژل شویو کسانو کې دوه د (طلوع نیوز) شخصي ټیلیویژن خبریالان هم شامل دي او دوه نور خبریالان ټپیان شوي هم دي.

د دغو دواړو بریدونو ذمه واري سمدستي کومې وسلوالې ډلې نه ده منلې.

په دې سیمه کې په تېره څه موده کې په وار وار ځانمرګي بریدونه شوي چې هدف یې هزاره توکمه شیعه ګان دي او ذمه واري یې اکثر داعش وسلوالې ډلې پر غاړه اخیستې ده.

په کابل کې دا بریدونه په داسې مهال شوي چې د امریکې د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو او د امریکې د ګډو ځواکونو مشر جنرل جوزف ډانفرډ پاکستان ته د خپل سفر په مهال د دې هېواد له وزیراعظم، د بهرنیو چارو له وزیر او د پوځ له مشر سره په لیدنو بوخت وو.

XS
SM
MD
LG