لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

ملالې یوسفزۍ دکاناډا وزیراعظم سره دجینکو د زده کړو په وده خبرې کړي


دنوبیل جائزې ګتونکې پښتنې مبارزې ملاله یوسفزئ کاناډا ته دخپل سفر په مهال ددغه هیواد د وزیراعظم ښاغلي جسټن ټروډو سره لیدلي اؤ ورسره یې په ټوله نړۍ کې دښځو اؤ جینکو د زده کړو باوري کولو په اړوند خبرې کړي دي.

ملالې سره دخپلې لیدنې عکس د کاناډا وزیراعظم په ټوئټر خپور کړی اؤ لیکلي یې دي چې هغه ملاله یوسفزئ سره په لیدنه ډیر خوشحاله شوی دی.

ښاغلي جسټن ټروډو لیکلي ملالې سره یې د صنفي برابرۍ په اړوند دجی سیون سازمان د مشورتي شورا دچارو په هکله خبرې کړي‌ دي.

ملالې یوسفزۍ هم دکاناډا وزیراعظم سره د لیدنې په اړوند ټوئټ کړی اؤ لیکلي یې دي چې هغه یو وارې بیا کاناډا ته په تګ ډیره خوشحاله شوې ده.

ملالې دکاناډا د وزیراعظم مننه کړې چې د ماشومانو زده کړو ته یې ژمنتیا ښودلې ده.

دپښتونخوا دسوات سیمې سره تعلق لرونکې نړیواله مبارزه ملاله یوسفزئ دامهال په ګرده نړۍ کې دښځو دحقونو اؤ دجینکو دتعلیم دپاره غږ پورته کوي اؤ دهغې په دغه مبارزه هغې ته نه یوازې دنوبیل نړیواله جائزه ورکړل شوې بلکې ګڼ شمیر نورې جائزې اؤ‌ انعامونه یې هم ګټلي دي.

ملاله یوسفزئ باندې په نهم اکتوبرکال ۲۰۱۲م کې وسله والو طالبانو په سوات کې دمکتب نه کور ته دتګ په مهال یو وژونکی برید کړی ؤ چې په دغه برید کې هغه په سر په ګولۍ لګیدلې اؤ سخته ژوبله شوې وه چې وروسته د درملنې دپاره لندن ته وړل شوې وه.

ددغه برید په مهال دملالې عمر یوازې ۱۲ کاله ؤ اؤ هغې به د بي بي سي دپاره د ګل مکئ په مستعار نوم یوه ډائري لیکله چې پکې به یې دجینکو په تعلیم ټینګار کولو اؤ طالبانو هاغه مهال سوات کې دجینکو په تعلیم بندیز لګولی ؤ

XS
SM
MD
LG