لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عارف علوي د پاکستان د ۱۳م صدر سوګند پورته کړو


د حکومتي واکمنه ګوند پاکستان تحریک انصاف ډاکټر عارف علوي د پاکستان ۱۳م صدر جوړ شوی او سوګند يې پورته کړو.

د پاکستان د سترې محکمې مشر قاضي ميا ثاقب نثار نن د اتوار، يکشنبې په ورځ د عارف علوي نه د صدارت سوګند واخيستو.

د صدارت د سوګند دستوره چې په صدارتي ماڼۍ کې ترسره شوې وزيراعظم عمران خان د پاکستان پوځي مشرانو او بهرنيو استازو هم ګډون کړی خو په پارلیمان کې د مخالفه ګوندونو مشر شهباز شريف په دستوره کې ګډون نه درلود.

عارف علوي په څلورم ستمبر ترسره شوؤ صدارتي انتخاباتو کې ۳۵۲ (الېکټورل) ووټونه اخیستي او کامياب شوی ؤ.

عارف علوي څوک دی؟

عارف علوي د غاښونو ډاکټر دی او په کال ۱۹۴۹م د جولایي د میاشتې په ۲۹ نېټه د پاکستان په کراچۍ ښار کې زېږېدلی دی.

نوموړي ابتدايي زدکړې د کراچۍ نه کړي او بيا په کال ۱۹۶۷ کې لاهور ته تعليم له تلی، هغه د غاښونو په زده کړو کې د بېچلر ډګري ترلاسه کړې او د امريکې نه يې د ماسټرۍ ډګري اخيستې ده.

د هغه پلار چې د غاښونو ډاکټر ؤ د پاکستان جوړېدو پس د هند نه پاکستان ته راغلی او ويل کيږي د هغه تعلق د پاکستان جماعت اسلامي ګوند سره ؤ.

هغه د زده کړو د وخت نه سیاست کولو او د پاکستان تحريک انصاف په جوړؤنکو کې شماريږي.

هغه په کال ۱۹۹۷م کې د پاکستان تحريک انصاف ګوند نه د سندهـ اسمبلۍ دپاره په انتخاباتو کې برخه اخيستې وه.

هغه په ۲۰۱۳م کې د کراچۍ نه د قومي اسمبلۍ د حلقه اېن ای ۲۵۰ نه کامياب شوی ؤ او روان کال په عامو انتخاباتو کې بيا د کراچۍ نه د قومي اسمبلۍ د حلقه ۲۴۷ نه بريالی شوی دی.

پاکستان کې د صدر واک

په پاکستان کې صدر د وفاق علامت ګڼل کيږي.

د پاکستان په پارليماني طرز حکومت کې د ملک واک د صدر سره نه وي، اصل واک د وزيراعظم سره وي، او وزيراعظم ته واک د اتلسم ائيني بدلون لاندې ورکړل شوی دی.

د حکومت ټول واک اختيار د وزيراعظم سره وي، حکمونه صدر جاري کوي خو چې څه هم کوي د وزيراعظم په مشوره يې کوي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG