لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د نړۍ مهم خبرونه


د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ وویل دا د شمالي کوریا لخوا یو ډېر مثبت ګام وو چې ده هېواد په خپل نوي پوځي مارش کې داسې توغندي نندارې ته وړاندې نه کړل کوم چې په امریکا د برید توان لري.

ټرمپ د یکشنبې یا اتوار په ورځ د شمالي کوریا د ۷۰ کلیزې په اړه له جوړ شوي پوځي مارش څخه وروسته په یو ټویټ کې ولیکل چې مننه چې ښاغلي کېم.

شمالي کوریا تر دې وړاندې په خپلو پوځي مارشونو کې له یوې لویې وچې څخه د بلې لویې وچې ویشتونکي توغندي چې ورته انټرکانټېننټل میزایل ویل کیږي نندارې ته وړاندې کول.

شمالي کوریا ویلي وو چې دغه توغندي یې کولای شي اټومي کوپړۍ د امریکا خاورې ته ورسوي.

--------------

د ټرمپ ادارې د ګل یا دوشنبې په ورځ په هېګ کې د جنګي جرمونو په محکمه باندې د بندیزونو ګواښ وکړ که چېرې هغوی په افغانستان کې د امریکايي سرتیرو او نورو امریکایانو د جرمونو په اړه پلټنې وکړي.

د امریکا د ملي امنیت د سلاکار جان بولټن لخوا په دې اړه چمتو شوې مسوده کې راغلي دي چې د جرمونو نړیواله محکمه باید د امریکایانو او یا نورو هغو هېوادونو په اړه داسې پلټنې و نه کړي چې دوی د یادې محکمې لخوا په وړاندې شوي سند باندې لاسلیک نه وي کړی.

د جرمونو نړیوالې محکمې په ۲۰۰۲ کال کې کار پیل کړی او داسې جوړه شوېده چې دایمي یا تل پاتې وي او د جنګي جرمونو، د بشر ضد جرمونو او ټول وژنو د پلټنو په برخه کې له حکومتونو څخه په بشپړه توګه خپلواکه وي.

------------------

د سومالیا په پلازمېنه مګدیشو کې د یو موټر بم د چاودنې په ترڅ کې شپږ کسان وژل شوي او ۱۶ نور ژوبل شوي دي.

د پېښې شاهدان وايي، چې په چاودنه کې ودانۍ هم زیاتې ویجاړې شویدي.

د الشباب ترهګرې ډلې په خپلې ټولنیزې خبر پاڼې باندې ددغې پېښې پړه په غاړه اخیستې ده.

------------------

سبا د نهې یا سې شنبې په ورځ به امریکایان د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د ۱۱ نیټې د برید تلین لمانځي په کوم کې چې کابو ۳۰۰۰ کسان مړه شوي وو.

ولسمشر ډانلډ ټرمپ به په پینسلوینیا کې په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې ګډون وکړي.

د پینسلوینیا شنګسویل کې د امریکا د هوايي شرکت یو الوتکه هغه مهال غورځېدلې وه کله چې د القاعده پورې تړلو ترهګرو دغه الوتکه تښتولې وه.

په پینټګان کې به هم د هغو کسانو کورنیو ته ځانګړي مراسم جوړ شي څوک چې د پینټګان په ودانۍ باندې د یوې بلې الوتکې د جنګېدو په پېښه کې وژل شوي وو.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG