لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دمشال خان په وژنه تورنو څلورو کسانو باندې فرد جرم ولګول شو


په پېښور کې د ترهګرۍ د مخنیوي محکمې تیرکال د مذهب د سپکاوي په تور د وژل شوي محصل مشال خان په وژنه تورنو څلورو کسانو باندې فرد جرم لګولی دی.

دمشال خان د دوسیې وکیل ښاغلي شهاب خټک وائس اف امریکه ډيوه ته ویلي د مشال خان په وژنه تورن اسد کاټلنګ،صابرمایار،عارف خان مردانوي اؤ اظهار الله چې په جوهني مشهور دی دمحکمې لخوا پرې فرد جرم لګول شوی اؤ په ۱۳م ستمبر به ددې دوسیې نوره اوریدنه کیږي.

دغه څلور واړه تورن کسان په ۱۳م اپریل کال۲۰۱۷م کې دمردان عبدالولي خان پوهنتون کې دجرنلزم دڅانګې د زده کوونکي مشال خان له وژنې وروسته تښتیدلي اؤ وروسته پولیسو نیولي وؤ.

د فرورۍ د مياشتې په اوومه نېټه د خېبرپښتونخوا په هري پور زندان کې د ترهګرۍ د مخنیوي د محکمې قاضي فضل سبحان د مشال خان د وژنې د مقدمې پرېکړه اورولې وه.

په پرېکړه کې يو تن ته د مرګ ، پينځوؤ ته د عمري بند او ۲۵ نورو ته د څلورو څلورو کالو دبند سزاګانې اورول شوې او ۲۶ کسان خوشي کړی شوي وو.

خو وروسته دفرورۍ د میاشتې په ۲۷م نېټه د پېښورهائيکورټ د اېبټ اباد څانګې د مشال خان د وژنې په مقدمه کې د هاغو ۲۵ مجرمانو سزا معطل کړې وه چاته چې څلور کاله بند اورول شوی او د هغو د خوشي کېدو ضمانتونه يې منظور کړي وو.

د مشال د کورنۍ وکيل فضل خان اېډوکېټ ويلي ؤ دوي د دغه فېصلې پرضد هم خواست کړی دی.

د پېښور هائيکورټ د اېبټ اباد څانګې په داسې حال کې د ۲۵ کسانو د سزاګانو معطل کولو او د هغوي د خوشي کېدو د ضمانتونو منظوري ورکړې چې له دغې دوه ورځې وړاندې د مشال د پلار اقبال خان پينځه وکيلانو د اوومې فرورۍ په فېصله کې د سزاګانو پرضد اپيلونه کړي وو.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG