لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان د بهرنيو چارو د وزیر د کابل سفر څومره ارزښت لري؟


د پاکستان د بهرنیو چارو وزير شاه محمود قرېشي سبا د خالي، شنبې په ورځ د کابل سفر کوي او افغان مشرتابه سره به د سولې او ثبات دپاره د افغانستان او پاکستان د کاري پلان (ای پي ای پي پي اېس) په چوکاټ کې خبرې وکړي.

د پاکستان د بهرنيو چارو د وزارت وياند محمدفېصل ويلي، د بهرنيو چارو د وزير د کابل سفر په اراده سره ټاکل شوی دی.

قرېشي به په کومو موضوعاتو افغان مشرتابه سره خبرې وکړي؟

په افغانستان کې د سياسي او نړیوالو چارو کارپوه انتظار خادم وايي، شاه محمود قرېشي به په درې اساسي مسلو باندې په کابل کې خبرې کوي.

"د پاکستان د وزيراعظم عمران خان او پوځ موقف به افغان ولسمشر اشرف غني او خپل سيال سره شريکوي بحث به پرې کوي، د افغانستان نه به وضاحت غواړي چې پاکستان د دغه هېواد د سولې په کومو برخو کې رول لوبولی شي او درېمه دا چې د پاکستان نوي حکومت ته په نوي نظر وګوري او زړې خبرې هېر کړي".

وي او ای ډيوه سره په خبرو کې هغه وويل که څه هم په پاکستان کې اصل واک د پوځ سره دی وزيراعظم او ټیم يې ډېر واک نه لري "خو د افغانستان مسله، د پاکستان دريځ او د امریکا سټراټيجي په اوسنیو حالاتو کې تغير شوې ده" او د پاکستان په پوځ کې په خپل زات کې تغير په افغانستان کې خوشبيني زېږولې ده.

هغه زیاته کړه په افغانستان کې خلک فکر کوي چې پاکستان به خپله زړه پاليسي دوامداره وساتي خو د هغه په نظر "د نېټو غړي هېوادونه او امريکا اوس په افغانستان کې سوله غواړي او په دغه سوله کې د پاکستان يو بل ډول رول ته ضرورت دی، اوس پاکستان په خپله امريکا او نېټو ته مجبوريتونه لري نو مجبور دي چې په خپله پاليسۍ کې تغير راولي".

پاکستان کې څيړونکی حسن خان وايي، "يو خو به شاه محمود د افغانستان سره د سولې په اړوند خبرې وکړي، دوېمه د دواړو هېوادونو د يو بل پرضد د خاورې کارولو د تورونو، د تجارت او جلال اباد د قونصلګرۍ د مسلې په سر خبرې وکړي".

وي او ای ډیوه سره په خبرو کې نوموړي وويل " د دواړو هېوادونو اړيکې ښه کېدل او مخ په وړاندې تلل پيچلې خبره ده، ځکه چې خبره يواځې د پاکستان او افغانستان نه ده په دې مينځ کې امريکا ده او هند هم پکې خپلې ګټې لټوي، نو که امريکا، پاکستان او افغانستان په ګډه وغواړي د افغانستان د سولې پروسه په مخکې تلی شي او د دې دواړو هېوادونو اړيکې هم ښه کېدی شي او داسې هيله پېدا شوي دي".

په جلال اباد کې د پاکستان تړلې قونصلګري

شاه محمود قرېشي په داسې حال کې د کابل سفر کوي چې په جلال اباد کې پاکستان خپله قونصلګري تړلې ده او د روانې مياشتې د سر نه تړلې پرته ده.

پاکستاني چارواکو تور لګولی چې د ننګرهار والي د قونصلګري په چارو کې لاس وهنه کوي خو نوموړي والي دغه تورونه رد کړي دي.

ښاغلی خادم وايي قرېشي به د قونصلګري په سر ضرور خبرې کوي، پاکستان په سټراټيجيکي حوالو مجبور دی چې خپله قونصلګري خلاصه کړي خو د هغه په فکر افغانستان به په اسانه د قونصلګرۍ د خلاصېدو بیا اجازه ور نه کړي او په بدل کې به ترې څه وغواړي.

د مايک پومپيو د پاکستان سفر

د امریکا د بهرنيو چارو وزیر مایک پومپيو د روانې مياشتې په پينځمه نېټه د اسلام اباد سفر کړی ؤ.

د مايک پومپيو د پاکستان د سفر وروستو د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياندې هېدر نويرټ ويلي ؤ، چې پومپيو د پاکستان د وزيراعظم، پوځي مشر او بهرنيو چارو وزير سره ليدلي او د امريکا پېغام يې ورته ورکړی دی.

هغې ويلي، په دغو ناستو کې پومپيو ټينګار کړی چې د افغانستان د سولې په خبرو کې د پاکستان رول مهم دی او پېغام يې ورکړی ؤ چې د سيمې د سولې او ثبات ته ګواښ ترهګرو پرضد د پاکستان پرېکنده اقداماتو ته اړتيا لري.

د پاکستان او افغانستان کاري پلان

پاکستان او افغانستان د جولایۍ په ۲۲م نېټه په رسمي ډول د سولې او ثبات دپاره د افغانستان او پاکستان د کاري پلان (ای پي ای پي پي اېس) په کابل کې پرانسته کړې وه او د کاري پلان په چوکاټ کې د پينځه کاري ډلو جوړولو ویل شوي وو.

ويل شوي ؤ په دغو ډلو کې به "يوه د سياسي کچې، يوه د پوځي، يوه د استخباراتي، يوه د اقتصادي او يوه د کډوالو دپاره وي"، او دوی به په خپلو خپلو برخو کې يو بل سره خبرې کوي.

د پاکستان د نوي وزيراعظم د افغانستان په اړوند نظر

د پاکستان وزيراعظم عمران خان په انتخاباتو کې د بريا وروسته په خپله لومړۍ وېنا کې ويلي ؤ، د حکومت به يې پوره هڅه وي چې په افغانستان کې امن راشي او هغه غواړي چې د يورپ په څېر د افغانستان سره پولې پرانيزي.

افغان ولسمشر د عمران خان د دغه بيان هرکلی کړی عمران خان ته يې په ټيلیفون د بريا اومبارکي ويلې او د کابل د سفر بلنه یې ورته ورکړې وه.

د روانې مياشتې په درېمه نېټه د افغانستان د بهرنیو چارو وزير صلاح الدين رباني خپل پاکستاني سيالي شاه محمود قرېشي ته ټيليفون کړی د کابل د سفر بلنه يې ورته وکړې چې په سيمه ييزه، دوه اړخيزه اړيکو او د افغان سولې د پروسې په اړوند خبرې وکړي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG