لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عمران خان ولې وایي چې پاکستان بچ نه شي پاتې کیدلی؟


دپاکستان وزیراعظم عمران خان ویلي هیواد د ۳۰ زره اربو روپو د پورونو دبار لاندې دی اؤ په اخستل شوؤ پورونو هره ورځ شپږ اربه روپۍ سود ورکړل کیږي ،په داسې حال کې که احتساب ونه شي نو پاکستان بچ نه شي پاتې کیدلی .

اسلام اباد کې دولتي مامورینو ته خپله وینا کې عمران خان ویلي پاکستان هیڅکله د دومره چیلنجونو سره مخ نه ؤ لکه نن چې ورسره مخ دی.

وزیراعظم وویل “مونږ د هیواد د چارو پرمخ وړلو دپاره پیسې نه لرو ،کوم پورونه مو چې اخستي هغه په داسې پروژو لګول شوي چې د ګټې پرځائ زیان کوي “

هغه وویل هوډ یې کړی چې هیواد به له دې سخت وخت وباسي اؤ په دغه لږ کې یې دولتي مامورینو باندې هم غږ وکړو چې دهغه د حکومت مټې پیاوړې کړي.

عمران خان وویل “د وزیراعظم دماڼۍ څلور هیلې کاپټرې، ګاډي اؤ‌ میښې لیلاموؤ ،اؤ دا عمل د ذهنیت بدلون ښایي ،که یوه روپۍ هم مصرفوؤ باید مخکې ترې سوچ وکړو چې دا روپۍ په هاغو دوه نیمو کروړو ماشومانو مصرفیدلی شي چې دغریبۍ دلاسه مکتبونو نه بهر پاتې دي”

هغه وویل په قامونو بد وختونه ضرور راځي اؤ دا مهال زمونږ حالات هم ښه نه دي خو که چرې د واکمنۍ طرز سم کړل شي نو قام به ډیر په بیړه له ښکته په بره روان شي.

په ۲۵جولایي پاکستان کې د شوؤ ټولټاکنو نتیجه کې د عمران خان واکمنۍ ته له رسیدلو راپدیخوا دهغه حکومت دسادګۍ شعار خپل کړی خو دهغه سیاسي مخالفین بیا وایي تور لګوي چې عمران خان پخپله له هیلي کاپټر پښه ښکته نه کوزوي اؤ نورو خلکو ته د ساده ژوند شعارونه ورکوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG