لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د فلورېنس سمندري طوفان امریکا ته ورسېده


د فلورېنس په نامه سمندري طوفان د امریکا شمالي کېرولاینا ایالت ته ورسېده.

ددغه طوفان ځواک که څه هم کم شوی خو بیا هم وژونکی دی.

چارواکو د جمعې په سهار وویل، ددغه طوفان سیلۍ په یو ساعت کې دا مهال ۱۰۹ کیلومټره تېزوالی (سرعت) لري.

د فلورېنس ځواک که څه هم له څلورو څخه یوې درجې ته راټیټ شوی خو اټکل کونکی وايي چې بیا هم کولای شي مرګوني ګوزار ولري.

د شمالي کېرولاینا والي رویې کوپر وویل: "دا طوفان به ویجاړونکی اغیز ولري او ویجاړی به رامنځ ته کړي. "

چارواکي وايي، په شمالي کېرولاینا کې د فلورېنس له راتګ سره ۳۲۱۰۰۰ خلک تر اوسه له برېښنا (بجلۍ) څخه محروم شویدي.

د کرېون سیمې چارواکي وايي، تر اوسه پورې ورته له ۱۵۰ زیاتو کسانو د ژغورل کېدو لپاره ټیلیفونونه کړیدي ځکه وايي اوبه یې کورونو ته اوښتي دي.

چارواکي وايي، دوی اړینو کسانو ته باور ورکړی چې د ژغورونکو ډله به ورته ځان ورسوي او د هغوي تر رسېدو پورې دې دوی د خپلو کورونو په لوړو پوړونو کې پاتې شي.

د فلورېنس سمندري طوفان د زیارت یا پنجشنبې په ورځ د شمالي او جنوبي کېرولاینا سمندري غاړو ته رسېدلی وو چې ورسره تېزه سیلۍ او باران هم یوځای وو.

چارواکي اټکل کوي چې د شمالي کېرولاینا په ځینو برخو کې به ۱۰۱ سانتي متره باران وشي او کیدای شي د طوفان څپې له څلورو مترو څخه لوړې شي چې دا به له ډیرو کورونو څخه هم لوړې وي.

د امریکا دفاع وزارت یا پنټګان په کېرولاینا کې دوه بېړۍ ځای پرځای کړي او د سمندري ځواکونو یو ټولی یې ګمارلی چې د اړتیا په صورت کې له خلکو سره مرسته وکړي.

همدارنګه د ژغورنې هیلې کوپټرې او ټرکونه هم په مهمو برخو کې ځای پرځای شویدي.

د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ ویلي، د خلکو ژغورل یې په کاري لومړیتوبونو کې دي او سپینه ماڼۍ چمتو ده چې اغیزمنو خلکو ته هر ډول اړینه مرسته ورسوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG