لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په افغان سوله دخبرو دپاره شاه محمود قریشي کابل ته رسیدلی دی


دپاکستان دبهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي دافغانستان په یو ورځني سفر کابل ته رسیدلی اؤ ټاکل شوې ده چې دغلته به افغانستان کې دسولې اؤ نورو مهمو چارو به اړوند لوړ پوړو افغان چارواکو سره خبرې اترې کوي.

دپاکستان په نوي حکومت کې د بهرنیو چارو د وزیر په توګه د خپل منصب سمبالولو راپدیخوا دا کوم بهرني هیواد ته دښاغلي شاه محمود قریشي لمړی سفر دی چې پکې به افغان چارواکو سره لیدنې وکړي.

پاکستان ویلي ددې سفر له امله به په راتلونکي کې افغانستان کې دسولې خبرو اؤ د خپل منځي اړیکو په پراختیا کې نور لاس امداد وشي.

افغانستان ته دپاکستان دبهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي خپل دا سفر په داسې حال کې کړی چې د دواړو هیوادونو ترمینځ اړیکې سختې تاؤژنې شوي اؤ کابل په اسلام اباد تورونه لګوي چې په افغانستان یې نااعلانه جګړه تپلې ده.

دپاکستان دبهرنیو چارو ددفتر ویاند ډاکټر فیصل د شنبې په ورځ پخپل یو ټوئټ کې ویلي دپاکستان د بهرنیو چارو د وزیر لخوا د خپل لمړي بهرني سفر دپاره د کابل انتخاب په ډاګه کوی چې پاکستان دافغانستان اؤ سیمي امن ته څومره ارزښت ورکوي.

دافغانستان دبهرنیو چارو د وزارت ویاند صبغت الله احمدي ویلي دپاکستان دبهرنیو چارو وزارت دغه پلاوی به له جیګپوړیو افغان چارواکوسره په یوشمیر مهمو مضوعاتو بحث او خبري کوي.

وائس اف امریکا ډیوه سره خبرو کې ښاغلي احمدي ویلي دپاکستان دغه مهم پلاوی به دافغانستان ولسمشر محمدا شرف غني، دبهرنیو چارو وزیرصلاح الدین رباني اواجراییه ريیس عبدالله عبدالله سره په یولړمهمو امنیتي مسایلو،دوه اړخیزو سیاسي اړیکو،له ترهګرۍ سره دمبارزې اودافغانستان اوپاکستان دسولې دعمل پلان او یوالي پرمضوعاتو به خبرې کوي.

افغانستان ته د پاکستان د نوی حکومت د بهرنیو چارو وزیر خپل دا سفر په داسې حال کې کوي چې دروان کال دپیل راهسې د کابل اؤ اسلام اباد اړیکې زیاتې خرابې شوي اؤ روانه میاشت کې پاکستان خپله قونصلګري هم په جلال اباد کې تړلې ده.

په پاکستان کې څیړونکي د شاه محمود قریشي د کابل سفر د دواړو هیوادونو د اړیکو سم لوري ته د روانولو یو مهم چانس بولي خو افغان څيړونکي بیا په دغه سفر پسې زیاتې هیلې نه تړي اؤ وایي د رسمي سفرونو نه زیات د افغانستان په اړه دپاکستان تګلارو کې تغیر راوستل اړین دي.

افغانستان سره تعلق لرونکي دنړیوالو چارو سیاسي څیړونکی عبدالغفورلیوال ددغه سفر په اړوند امریکا غږ ډيوه ته ویلي ترهغې چې دپاکستان پوځي اداره دافغانستان اوسیمې په تړاو په خپلو تګلارو کې بدلون را نه ولي،دحکومت داستازو په سفرونو سره وضعیت کې بدلون نه شي را تلی.

هغه ویلي په دې وروستیو کې دامریکا په ګډون دنړیوالې ټولنې فشارونه پر پاکستان زیات شوی او دپاکستان حکومت له همدې فشارونو څخه ژغورنې لپاره هڅې پیل کړي دي.

خو دافغانستان د ولسي جرګې اود دې جرګې د دفاعي کمیسیون غړی خالد پښتون بیا دغه سفر یو نیک ګام ګڼي‌ اؤ‌ وایي نن به کابل کې دکیدونکو خبرو څخه معلومه شي چې دپاکستان پلاوی څومره دافغانستان سولې او امن ته ژمن دی،سمدستي مونږ داسفر په نیک پال نیسواو د افغانستان ولس ورته زیات خوش بینه دی.

دپاکستان وزیراعظم عمران خان واک ته له رسیدلو وروسته پخپله لمړۍ وینا کې ویلي وؤ چې افغان حکومت سره به ښې اړیکې جوړوي،دسولې په راوستو کې به مرسته کوي اوهڅه به وکړي چې داروپايي هیوادونو په څیر افغانستان سره دخپل هیواد پولې پرانستې وساتي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:00:00 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG