لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د چيف جسټس د کالاباغ ډېم په اړه بيان ته سخت غبرګون ويل شوی


د پاکستان د سترې محکمې مشر قاضي (چيف جسټس) ميا ثاقب نثار ويلي، "کالاباغ ډېم د پاکستان د بقا ضامن دی او دوی کالاباغ ډېم نه دی پرېښودی".

نوموړي قاضي ویلي که قوم يو شو نو د ديامير بهاشا ډېم او مومند ډېم نه وروستو به کالاباغ ډېم هم جوړوي.

پاکستان کې د وړاندې نه د کالاباغ ډېم جوړولو مامله لانجمنه ده.

پرون د شنبې، خالي په ورځ لاهور کې د سترې محکمې د مشر قاضي د بيان وروستو په ټولنيزو رسنيو دغه بيان ته سخت غبرګون ويل شوی دی.

د عوامي نيشنل ګوند عمومي سېکتر ميا افتخار حسېن ویلي، "قام کله هم په کالا باغ ډېم د خپلې تباهۍ دپاره اتفاق نه شي کولی، البته د عدليې د بشپړې ازادۍ، او خپلواکه جوړولو دپاره په قام کې اتفاق لازمي دي، بهاشا جوړ کړه خبرې مه جوړوه".

خبريال مرتضٰی سولنګي په ټويټر ليکلي، "مشر قاضي دا واک نه لري چې د لانجمنه کالاباغ ډېم د جوړولو ژمنه وکړي، کوم چې د پاکستان د درې صوبو اسمبليانو رد کړی دی".

د کالاباغ ډېم په اړوند د بيان نه وړاندې مشر قاضي میا ثاقب نثار ګواښ کړی ؤ چې که هېواد کې د اوبو د نوو بندونو جوړولو د مخنیوي هڅه چا وکړه نو په ضد به یې دغدارۍ مقدمې جوړولی شي.

د پاکستان د سترې محکمې او حکومت لخوا د اوبو د دوه نوؤ ډېمونو جوړولو دپاره خلکو نه د چندو په راټولولو په ټولنیزو رسنیو کلکې نیوکې روانې دي.

د پاکستان د سترې محکمې مشر قاضي میا ثاقب نثار د جولايۍ د میاشتې په سر کې د مومند او بهاشا ډېمونو جوړولو دپاره د بېنک اکاؤنټونو خلاصولو ويلي، په کومو کې چې تراوسه پورې خواوشا دوه اربه روپۍ مرستې عام ولس او‌ قابو یو نیم ارب روپۍ پوځ ورکړي دي.

د پاکستان وزیراعظم عمران خان هم په بهرنیو هېوادونو کې د مېشتو پاکستانیانو نه غوښتنه کړې ده چې د اوبو د نوؤ بندونو دپاره دې يو يو تن ۱۰۰۰ډالره هېواد ته راولیږي.

د عمران خان او مشر قاضي لخوا د ډېمونو دپاره په چندو راټولولو که یوې خوا ته د هغوی ستائنه کیږي نو بلخوا په سوشل میډیا سختې نیوکې هم روانې دي چې ډېمونه په چندو نه جوړیږي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG