لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امريکا او پاکستان په اړیکو کې د تريخوالي علت افغانستان نه دی، رپوټ


امريکې د کال ۲۰۱۹م د بجټ په وړانديزونو او چين په اړوند کانګرس ته د پېنټاګون په رپورټ کې دا خبره مخې ته راغلې ده چې د امریکا او پاکستان د تاؤ تريخوالي علت يواځې افغانستان نه دی.

د ډان د رپوټ ترمخه امريکا ګڼي چې پاکستان يې د لاسه ووځي، او د بجټ په وړانديزونو کې يې چين او روس د امریکا د امنيت او ګټو دپاره ګواښ ګرځولی دی.

په پاکستان کې ځينې څيړونکي د پاکستان او امریکا ترمنځ د اړيکو مرکزي علت افغانستان ګڼي او ځينې بيا وايي پاکستان خپله خارجه پاليسي زياته چين پله اړولې ده ځکه ترې امريکا خوشحاله نه ده.

څيړونکی رحيم الله يوسفزی وايي، "زما دا خيال دی چې د ټولو نه غټه وجه افغانستان دی او دا د ۱۷ کالو راهسې روانه خبره ده او څو پورې چې په افغانستان کې امن نه وي راغلی امريکا به په پاکستان فشار راولي".

وي او ای ډيوه سره په خبرو کې نوموړي وويل د دې نه علاوه ځينې نورې خبرې هم دي او ښکاري چې "پاکستان د امریکې په کمېپ کې يا يې پخوانۍ ملګرتيا نشته".

څيړونکی رسول بخش رئيس وايي هغه د پاکستان او امریکا ترمنځ اړيکو ته د تاوژن تور نه کاروي بلکې وايي ښکاري امريکا د پاکستان څخه نه ده خوشحاله ځکه چې د امريکا په اړوند د پاکستان پاليسي د "۸۰م او ۹۰م د لسیزې په څېر نه دي پاتې".

وي او ای ډیوه په خبرو کې نوموړي وويل، پاکستان تل د افغانستان په تړاؤ د امريکا د شکايتونو سره مخ پاتې شوی ځکه د دواړو فاصلې زياتې شوي دي.

بل لور ته پاکستان خپل زيات پام چين پله اړولی دی "چين، سي پېک، ګوادر، دا هغه څيزونه دي چې په دې باندې تاؤ تريخوالي نشته خو ښکاري چې د پاکستان د پاليسانو مخ بل پله دی".

ډان د وال سټريټ جنرال په رپوټ کې د امريکا د اندېښنې يادګېرنه کړې، چې په پاکستان کې د چين (ون بېلټ ون روډ) په منصوبه د چين او امريکا ګټې په ټکر کیږي.

امريکا اندېښنه لري چې چين په قرضونو کې د راګېرولو په پاليسۍ ولاړ دی او نورو ملکونو ته د هغو پروژو دپاره قرضې ورکوي چې دغه هېواد يې په خپله توان نه لري، تر څو د دې لارې يې د اثر لاندې يې وساتي.

خو چين داسې څرګندونې د لویديځ لخوا بې بنياده خبرې ګڼې.

رحیم الله يوسفزی وایي که هر څه وي پاکستان به د امريکا د دوښمنۍ تر دې حده لاړ نه شي چې امريکا بيا د پاکستان پرضد ګامونه واخلي.

نوموړی وايي "امريکا کولی شي چې پاکستان ته په هر ځای کې مسلې پېدا کړي هغه که د ايي اېم اېف نه قرضونه اخيستل وي او که نورې داسې خبرې وي".

پاکستان د تېر کال راهسې د امريکا د صدر ډانلډ ټرمپ د انتظاميې لخوا د افغانستان او ترهګرۍ پرضد مبارزې په لړ کې د سخت فشار سره مخ دی.

د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ د روان کال په لومړۍ نېټه په يو ټويټ کې ويلي پاکستان د امریکا نه ۳۳ اربه ډالره اخستي او په بدل کې يې ورته دروغ ويلي او ټګې يې ورسره کړې ده.

له دغې وروستو امریکې د پاکستان امداد هم بند کړی ؤ.

خو پاکستان امریکايي تورونه ردوي او تل دغه دريځ تکراروي چې په خپله خاوره يې د ټولو ترهګرو پرضد بې توپيره عمليات کړي دي.

د پاکستان نوی حکومت وايي هڅه به کوي چې د امريکا سره یې اړیکې کړکېچنې نه شي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزير مایک پومپيو د روانې میاشتې په لومړو کې د پاکستان سفر کړی ؤ.

له دغې سفر پينځه ورځې وړاندې د اطلاعاتو وزير فواد چوهدري ويلي ؤ چې د وزيراعظم عمران خان د پوځي مرکز جي اېچ کيو د ورتګ په مهال په دې اړه خبرې شوې وې چې پاکستان به نه غواړي چې د امريکا سره یې اړیکې خرابې شي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG