دخپلو بندیانو د تبادلې اؤ خوشې کلو په موخه دپاکستان څخه دطالبانو یو مهم پلاوی د دوبۍ په سفر تللی اؤ ټاکل شوې ده چې دغه پلاوی به وروسته دخبرو اترو دپاره د قطر په سفر هم لاړ شي.
د دوشنبې په ورځ برتانوي خبري شبکې بي بي سي دطالبانو د سرچینو له خولې لیکلي چې دکوټې دشورا مربوط دطالبانو دا پلاوی دکراچۍ دهوایي ډګر دلارې د دوشنبې په ورځ دوبۍ ته روان شوی اؤ ټاکل شوې ده چې دغلته به د ملګرو ملتونو اؤ سرې میاشتې چارواکو سره مخ په مخ لیدنې وکړي.
خو طالبانو لا په رسمي ډول دخپل دې تازه سفر په اړوند مطبوعاتو ته هیڅ نه دي ویلي
په راپور کې ویل شوي چې طالبان به په ۲۲م ستمبر په دوبۍ اؤ په ۲۷م ستمبر قطر کې د خپلو بندیانو دخوشې کیدلو اؤ تبادلې ترڅنګ دافغانستان دننه روانو جنګونو کې د ولسي وګړو دمرګ ژوبلې په اړوند د ملګرو ملتونو اؤ سرې میاشتې مامورینو سره خبرې وکړي.
په دې وروستیو کې افغان دولت طالبانو سره د سولې هسې چټک کړي اؤ تیره میاشت طالبانو دا دعوه هم کړې وه چې هغوئ امریکایي چارواکو سره هم مخ په مخ خبرې کړي دي .
خو دامریکا ددفاع وزیر جیمز میټس تیره اوونۍ کابل ته د خپل سفر په مهال دطالبانو اؤ امریکا ترمینځ مخامخ خبرې رد کړې وې اؤ ویلي یې وؤ چې امریکا د ځینو چینلو دلارې طالبانو سره تماس کې ده.
دامریکې دبهرنیو چارو وزیر مائیک پمپیو هم روانه میاشت کې دپاکستان دوره کړې وه اؤ دپاکستان نوي حکومت سره یې افغانستان کې د سولې په اړوند خبرې کړې وې.
څيړونکي وایي امریکا اؤ ناټو په دې وروستیو کې په پاکستان فشارونه سیوا کړي چې طالبان افغان دولت سره سولې ته کښینوي اؤ ددغو نړیوالو فشارونو په اساس پاکستان هم اوس پښې لاس وهي چې افغان دولت اؤ نړیوالې ټولنې ته د خپلې همکارۍ باور ورکړي.
دپاکستان نه دوبۍ اؤ قطر ته دطالبانو دپلاوي دتګ نه دوه ورځې وړاندې دپاکستان دبهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي کابل ته د خپل لمړي سفر په مهال افغان چارواکو ته باور ورکړی چې پاکستان به افغانستان سره دسولې اؤ ثبات په ټینګښت کې تر خپله وسه کومک کوي.
تیره اوونۍ طالبانو افغان دولت سره د سولې دخبرو لړکې د خپلو بندیانو د خوشې کولو اؤ افغانستان څخه دپوځي اډو دختمولو غوښتنه کړې وه خو افغان دولت یا امریکا دطالبانو دغه غوښتنې ته هیڅ ځواب نه دی ویلی.