لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د نړۍ مهم خبرونه


د جنوبي کوریا ولسمشر مون جې اېن د نهې یا سې شنبې په ورځ له یو ۲۰۰ کسیز پلاوي سره د شمالي کوریا د رهبر کېم جان اون د لیدلو لپاره پیانګ یانګ ته ورځي.

په دغه پلاوي کې د جنوبي کوریا د یو شمېر سترو کمپنیو مشران هم شامل دي.

په دغې سرمشریزه کې به نه یواځې په بې وسلې کېدو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د ښه کېدو په اړه خبرې وشي بلکه مون به هڅه وکړي د پیانګ یانګ او واشنګټن ترمنځ د یو منځګړي په توګه هم رول ولوبوي.

داسې شکونه اوس هم شته چې ایا د شمالي کوریا رهبر په رښتیا هم د بې وسلې کېدو په بهیر کې کلک هوډ لري او که نه.

---------------

په بنګلدیش کې په را روان ډیسمبر کې د عمومي ټاکنو لپاره د چمتوالی په بهیر کې، ددغه هېواد ستر مخالف سیاسي ګوند د لویو لاریونونو په ترڅ کې د خپلې بندي رهبرې خالده ضیا د ژر خوشې کېدو غوښتنه وکړه.

د بنګلدیش ملي ګوند یا نشنل پارټي وايي، حکومت باید د ازادو او شفافو ټاکنو د باوري کولو لپاره پخوانۍ درې ځله لومړۍ وزیره (وزیره اعظمه) پاتې شوې خالده ضیا له زندان څخه خوشې کړي.

د بنګلدیش نشنل پارټي (بي ان پي) مشره ۷۳ کلنه خالده ضیا د تېرې فیبرورۍ میاشتې راهیسې د فساد د تورونو او د محکمې د حکم په ترڅ کې بندي کړای شوې ده.

-------------

د پاسفیک سمندري طوفان منګکوټ په ترڅ کې په چین او فلپین کې زیات خلک مړه او ډېرې ویجاړۍ یې رامنځ ته کړې.

د چین خبري رسنۍ وايي، څلور کسان په ګوانګ ډانګ ایالت کې مړه شوي چې له دې سره ددغه طوفان په ترڅ کې د وژل شویو کسانو شمېر ۶۹ تنو ته ورسېده.

د منګکوټ د طوفان د رسېدو څخه دمخه له ګوانګ ډانګ څخه نږدې دوه نیم میلیونه کسان ایستل شوي وو.

په دغه طوفان کې د سیلۍ تېزوالی یا سرعت په یو ساعت کې ۲۷۰ کیلومټره دی.

------------

یو شمېر سناتورانو چې جمهوري غوښتونکي هم پکې دي د سترې مخکې لپاره د بریټ کوانوف د نوماندۍ ځنډول وروسته له هاغې وغوښت کله چې د یوې مېرمنې لخوا په هغه باندې د جنسي تیري تور ولګېدل.

کریسټین بلېسې فورډ چې په کلیفورنیا کې په پېلو الټو پوهنتون کې پروفیسره ده واشنګټن پوسټ ته ویلي دي چې د ښونځي پر وخت پرې د بریټ لخوا جنسي تیری شوی.

کوانوف دغه تورونه په کلکه رد کړیدي.

------------

د ګواتیمالا د اساسي قانون محکمې حکم کړی چې ولسمشر باید د ملګروملتونو د فساد ضد کمیسیون مشر ته اجازه ورکړي چې دغه هېواد ته ورشي.

په ولسمشر جیمي مورالیس باندې وروسته له هاغې په نړیواله توګه نیوکې وشوې کله چې هغه ددې میاشتې په سر کې د فساد پرضد د ملګروملتونو د کمیسیون مشر ایوان ویلاسکویز ته اجازه ور نه کړه چې ګواتیمالا ته ورشي.

ویلاسکویز د ولسمشر په ګډون د یوشمېر لوړ پوړو چارواکو د فساد په دوسیو پلټنې کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG