لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عمران خان: کوم بچي چې په پاکستان کې زېږېدلي تابعیت يې حق دی


د پاکستان وزيراعظم عمران خان وايي"د پاکستان قانون چې په ۱۹۵۱ کې جوړ شوی دی هغه وايي چې کوم بچي دلته زېږېدلي دي په پاکستان کې، د پاکستان تابعيت د هغو حق دی".

عمران خان د اتوار، يکشنبې په ورځ په کراچۍ کې يوې دستورې ته په وېنا کې ويلي ؤ، هغه افغانان او بنګاليان چې په پاکستان کې يې بچي زېږېدلي او لوی شوي دي هغو ته به د پاکستان پاسپورټ او شناختي کار يا پېژندپاڼه ورکوؤ.

پاکستان کې پښتنو ملت پالو او افغان کډوالو د عمران خان د دغه اعلان هرکلی کړی خو سندهي او بلوڅ ملت پالو پرې اندېښنې څرګندې کړې او دا کار يې د ملک دپاره د مسلې جوړولو په نوم ياد کړی ؤ.

نن د نهې، سه شنبې په ورځ د قامي اسبملۍ په غونډه کې د پاکستان تحريک انصاف د حکومت اتحادي ګوند بلوچستان نيشنل پارټۍ مشر اختر مېنګل افغانانو او بنګياليانو ته د تابعيت ورکولو په سر پوښتنه کړې ده.

مېنګل ته په ځواب کې عمران خان وويل، "د پاکستان قانون چې په ۱۹۵۱ کې جوړ شوی دی هغه وايي چې کوم بچي دلته زېږېدلي دي په پاکستان کې، د پاکستان تابعيت د هغو حق دی".

خان وويل دا يواځې په پاکستان کې نا په امريکا او نوره نړۍ کې هم داسې کيږي چې چرته ماشوم زيږي د هغه هېواد وګړی منلی شي.

هغه زیاته کړه زه په خصوصي توګه د بنګاليانو خبره کوم چې د ۴۰ کالو راهسې په کراچۍ کې اوسيږي.

عمران خان په خپله وېنا کې د افغان کډوالو يادګېرنه ونه کړه خو وې وېل چې هغه خپل ملګري (اخترمېنګل) ته ويل غواړي چې هغه يواځې د کراچۍ خبره کوي.

او وزيراعظم وويل د دغو خلکو سره به څه کول وي؟ چې نه يې د ملک نه شړلی شې، نه ورته تابعيت ورکوې او نه يې وګړی ګڼې. هغه وويل دا انسانان دي دا د هغوی حق دی او يوه ورځ به دا فېصله کول وي.

عمران خان وویل دا نړيوال قانون دی چې کډوال په زوره د هېواده نه شې شړلی، او دغه خلک چې دلته یې ودونه کړي او بچي يې پېدا کړي دي د هغو فېصله به کول وي.

هغه زياته کړه دا د بشري حقونو مسله ده او دا هوارولو ته اړتیا لري. هغه وویل په کراچۍ کې د دغو خلکو د لاسه جرمونه سېوا شوي، دوی سکولونو ته نه شي او دوی ته نوکرۍ نه مېلاويږي.

په پارليمان کې په دغه موضوع د شور جوړېدو وروستو سپيکر اسد قېصر وویل دا موضوع دې پارليمان ته وړاندې شي هغه به يې په ايجنډا کې د بحث دپاره شامل کړي.

له دغې وروستو عمران خان بيا پاڅېدو او وې ويل چې هغه فېصله نه ده کړې يواځې خبره يې کړې او په اېوان کې موجودو غړو ته يې په مخاطب کولو سره وویل، تاسو په دې اړوند خپل تجويزونه راوړئ.

هغه بيا دغه خبره تکراره کړه او وې ويل زه پوښتنه کوم چې د دې خلکو به څه کیږي؟ او مونږ له به په دې اړوند فېصله کول وي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (يو اېن اېچ سي ار) د شمېرې ترمخه دا وخت په پاکستان کې ۱۳ لاکه ۹۵ زره او ۵۹۲ افغان کډوال مېشت دي.

د پاکستان دولتي چارواکي ادعا کوي چې نزدې يو ملين افغانان داسې دي چې هغوي بې د رجسټرېشن نه په پاکستان کې مېشت دي.

پاکستان کې د افغان کډوالو نه علاوه د بنګله دېش او برما سره تعلق لرونکي هم په لويه شمېره کې موجود دي خو د دغو خلکو کره شمېره نه ده معلومه.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG