لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اشرف غني:دافغانستان څلویښت کلن بحران ته دپائ زمینه برابریږي


دافغانستان ولسمشر ښاغلي اشرف غني ویلي د افغانستان د خلکو خوندیتوب، خپلواکي، څلوېښت کلن بحران او ناامنۍ ته د پای زمینه برابرېږي.

تیره ورځ دکابل صدارتي ماڼۍ کې دملي امنیت لوئ ریاست رهبري پلاوي او منسوبینو سره لیدنه کې ولسمشر غني ویلي موږ د بحران دوام نه، بلکې ختمول یې غواړو اؤ موخه مو داده چې افغانستان بیا ځلي د بین المللي تروریزم او د سیمه‎‎ییزې او نړیوالۍ بې ثباتي پر ځاله بدل نه شي

هغه ویلي د سولې امکانات له بل هر وخت څخه بهتر دي، د جنګ ماهیت تغیر کړی. د افغانستان امنیتي ځواکونو وښوده چې د پرمختللو او مجهزو بین المللي قواوو ځای یې ونیولږ او ورځ په ورځ د دوی قوت ډېرېږي.

داشرف غني په وینا پوښتنه داده چې ایا غواړئ په داسې وخت کې چې سولې ته نزدې یو، ځان په انزوا کې واچوو؟ دوهم بدیل مو څه دی، له نړۍ غواړئ چې بیا سل زره عسکر راولېږي او څوک دا غواړي؟

هغه د چا له نوم اخستو پرته وویل سیمه کې ځینې غواړي زموږ بین المللي ارتباطات له منځه یوسي، هغه شی مو چې په عقل او قربانۍ ترلاسه کړی دی په احساساتو یې ولې له لاسه ورکړو؟

ښاغلي اشرف غني وویل د افغانستان او سويلي اسیا لپاره د امریکا متحدو ایالتونو ستراتېژي، هغه ستراتېژي ده چې افغانانو له څلوېښت کلونو راپدېخوا غوښتله.

افغان ولسمشر سولې ته دنزدې کیدلو دا دعوې په داسې حال کې کوي چې په افغانستان کې دامنیتي ځواکونو اؤ مخالفه طالبانو ترمینځ په دې وروستیو کې دنښتو لړۍ نوره هم شدید شوې ده خو دجنګونو دشدت سره دسولې په خوځښتونو کې هم شدت لیدل شوی دی.

روانه میاشت کې دامریکا د بهرینو چارو وزیر مائیک پمپیو اؤ‌ پوځي مشر جنرال جوزف ډنفورډ هم داسلام اباد په سفر کې دپاکستان حکومتي اؤ‌ پوځي چارواکو سره لیدنه کې په هغوئ غږ کړی ؤ چې افغانستان کې د سولې اؤ ثبات په تینګښت کې خپل رول ولوبوي.

همدغه راز د امریکا د دفاع اؤ د پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو هم روانه میاشت کې دکابل سفرونه کړي اؤ افغان چارواکو ته یې ډاډ ورکړی چې افغانستان کې د سولې په تینګښت کې به خپل رول ترسره کوي.

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG