لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د پاکستان مرکزي حکومت د منظور پښتین په اړه د پنجاب حکومت پر اشتهار بخښنه وغوښته


اسلام اباد ـــ د پاکستان مرکزي حکومت يو ځل بيا د پنجاب حکومت په هغه اشتهاري ويډيو بخښنه غوښتې، چې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتين یې د کرکجن ویناوال په توګه پکې ښودلی وو او د پخوانۍ قبايلي سيمې شمالي وزيرستان نه د قامي اسمبلۍ غړي محسن داوړ ويلي، چې د پنجاب حکومت هم په دې اړه د بخښنې جاري کولو او د پلټنو ژمنه کړې ده.

د نهې- سه شنبې په ورځ د قامي اسمبلۍ په غونډه کې د بجټ په اړه د خزانې د وزير اسد عمر له تقرير سمدستي وروسته د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر او د پخوانۍ قبايلي سيمې جنوبي وزيرستان نه د قامي اسمبلۍ غړي علي وزير د پنجاب حکومت له خوا د لانجمن اشتهاري ويډيو معامله را پورته کړل شوه او د نوموړي وينا ته په ځواب کې د دفاع وزير پرويز خټک بخښنه وغوښته.

ښاغلي خټک د پنجاب په اشتهاري ويډيو کې د پښتون ژغونې غورځنګ د مشر توندروۍ او فرقه پالنې ته د پاروونکي ویناوال په بڼه ښودل د ولس را پارول و بلل او د پنجاب حکومت ته یې د دغه لانجمن اشتهار د ودرولو امر تکرار کړ.

همدارنګه د داخله چارو مرستيال وزير شهريار اپريدي وويل چې د يو مخصوص قام خلک هدف کول په هېواد کې د قهر او غصې را پارول و بالل او زياته یې کړه، چې د دغه شان ګامونو مخالفت به کوي.

د اسمبلۍ له غونډې وروسته محسن داوړ له ډيوه رېډيو سره په خبرو کې وويل، پرويز خټک نن دوی خپل چېمبر ته بوتلو او د پنجاب له وزيراعلی سره یې خبرې وکړې، چې وایي د پنجاب وزيراعلی ورسره د ليکلې معافۍ د جاري کولو او د پلټنو ژمنه وکړه.

ښاغلی داوړ وایي د پنجاب وزيراعلی ته یې وويل، که دا اشتهار د وفاقي حکومت له خوا خپور شوی وای، نو بيا هم بده خبره وه خو د هېواد د لويې صوبې له اړخه د دې اشتهار خپرېدل خطرناکه خبره ده چې د پنجاب حکومت دوی ته په کوم نظر ګوري.

ښاغلي داوړ زیاته کړه چې د پنجاب حکومت ورته ویلي، په دې معامله کې یې يو سیکرټري معطله کړی او ورسره یې د پلټنو امر هم کړی او د پنجاب حکومت به ډېر زر د معافي نامې يو پريس ريلیز هم جاري کړي.

څرګنده دې وي چې په همدې روانه اوونۍ کې د محرم په مهال د امن و امان د ټينګښت او قرقه یيز تاوتريخوالي د مخنوي لپاره د پنجاب د داخله چارو وزارت د ٣٠ سيکنډه يوه اشتهاري ويډيو خپره کړې وه، چې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتين یې هم د لاقانونه ترهګرو او توندروه تنظيونو په قطار کې ښودلی وو.

د پنجاب حکومت دغه لانجمن اشتهار د هېواد د سیاستوالو، د بشري حقونو د تنظيونو او خبريالانو سخت غبرګون را پارولی وو او يوې وتلې پښتنې خبريالې ماريانه بابر په يوه ټويټ کې ويلې وو چې پښتانه به اول د پاکستان په فلمونو کې د چوکيدار په شکل ښودل کېدل، بيا عام غله ښودل پيل شول او اوس یې په يوه درجه اوچتولو سره ترهګر کړل.

XS
SM
MD
LG