واشنګټن ــــ د بلوچستان په پښتني سیمو پښین او کلاسیف الله کې په څلورو ورځو کې د هدفي بریدونو پرله پسې درې پېښې وشوې، چې د لېویز پولیسو د یوه افسر په ګډون شپږ تنه پکې وژل شوي او درې پکې ټپیان شوي دي او د دغو درېواړو پېښو ذمه واري د پاکستاني طالبانو تحریک منلې ده.
د سپټمبر پر ۱۴مه په پښین کې د اسسټنټ کمیشنر امیر زمان کاکړ موټر ته نیژدې چاودنه وشوه، چې هغه پخپله پکې نه وو خو په بدرګه کې شامل درې لېویز عسکر پکې و وژل شول او دوه نور پکې ټپیان شول.
د پښین تر پېښې دوې ورځې وروسته د سټمبر پر ۱۶مه په کلاسیف الله سیمه کې د لېویز پولیسو رسالدار محمد افضل کاکړ په ډزو و وژل شو، چې د وژنې په ضد یې د ګل- دوشنبې په ورځ زرګونه خلکو احتجاج وکړ او د هغه د قاتلینو د نیولو او په سزا رسولو غوښتنه یې وکړه. دې احتجاج ته د پښتون تحفظ موومنټ یوه فعال غړي خان زمان کاکړ د لېویز رسالدار د وژنې پړه پر پاکستاني ریاست ور واچوله:
"پرون چې افضل اکا وژل شوی دی دا هغه د افغانستان د څلوېښتو کلونو جنګ دی، دا [وسلوال] هغه بدمعاشان دي چې نن غلا هم کوي، غونډه ټیکسونه هم اخلي، پر کور هم در خېژي، دا بدمعاشان د دې ریاست په سرپرستي کې دلته اوسي".
په ږوب کې د دې وروستیو پېښو په ضد د نهې- سه شنبې په ورځ د پښتون تحفظ موومنټ له خوا یوه احتجاجي مظاهره وشوه چې لسګونو کسانو پکې ګډون کړی وو. دې احتجاجي مظاهرې ته په وینا کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند یوه مشر سلیم مندوخېل په وروستیو هدفي بریدونو کې لاس لرونکي وسلوال د ریاستي ادارو ایجنټان وبلل:
"د پنجابي فوج ریاستي ادارو خپل ایجنټان پیدا کړي دي، په دغو ایجنټانو باندې پښتانه وژني، څو میاشتې مخکې یې دا کوشش وکړ چې ټول پښتون لیډرشپ یې د سیاست له میدانه لرې کړ، له دې دا معلومېږي چې پنجابی فوج د پښتون په خاورې کې د یوې لوبې اراده لري"
د پښین او کلاسیف الله پر تازه پېښو په ټولنیزو رسنیو کې هم خلکو سخت غبرګون څرګند کړی او وروستۍ پېښې یې په کلکه غندلې دي. د پښین سیمې لیکوال او سیاسي څېړونکي عصمت الله زهیر پر فېسبوک وروستیو هدفي وژنو ته د ریاستي ترهګرۍ نوم ورکړی دی:
"د رياستي ترهګرۍ د عملي کولو لپاره خپل ناولي پلانونه د هدفي وژنو له لارې عملي کوي، په خپل فورس کې پښتون پلوه لېويز او پوليس وژني، ساده ولس ته دا څرګندوي چي ترهګر دا هر څه کوي او موږ ستاسو د تحفظ لپاره راغلي يو".
د لېویز رسالدار محمد افضل تر وژنې وروسته په کلاسیف الله سیمه کې د نهې- سه شنبې په ماښام بیا پر لېویز عسکرو په هماغه جنکشن چوک کې وسلوالو برید وکړ، چې دوه تنه یې و وژل او یو یې ټپي کړ. د دوی د وژنې په ضد سمدستي لسګونه خلک د کلاسیف الله د سرکاري روغتون مخې ته د احتجاج په توګه را غونډ شول.
احتجاج کوونکو د کوټې او ږوب تر منځ غزېدلی سړک د موټرو پر مخ تړلی وو. د احتجاج مشري د پښتونخوا ملي عوامي ګوند یوه مشر نواب ایاز خان جوګيزي کوله. ده پر خلکو ږغ وکړ چې د خپلې سیمې د امن لپاره ویښ اوسي، ځکه چې وایي ریاستي ادارې د امنیت په ټینګښت کې ناکامه دي:
"نن پر لېویزو حمله ده، سبا ستاسې پر مشرانو حملې شروع کېږي، موږ نور مزید چاته د دې اجازه نه ورکوو، نور باید چې سرکار ته لیکه کش کړو او ورته ووایو چې نور به زموږ په ښار کې دا تماشې نه وي".
د کلاسیف الله په وروستیو پېښو کې د وژل شویو لېویز پولیسو محمد اکرم عليخېل او منير احمد مړي به د شورو- چارشنبې په ورځ خاورو ته سپارل کېږي. د دوی د وژنې په ضد را وتلیو احتجاج کوونکو سبا بیا د احتجاج او پهیه جام هړتال اعلان وکړ.