لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اشرف غني:دوخت یزیدان غواړي افغانستان په بله کربله بدل کړي


دافغانستان ولسمشر ښاغلي اشرف غني ویلي د وخت یزیدان غواړي افغانستان په بله کربلا بدل او د مومنانو غم او ماتم زیات کړي خو مونږ نن یو ځل بیا د امام حسین (رض) لارې سره د ژمنې د تازه کولو مقام کې یو.

د پنجشنبې په ورځ د کابل دشت برچي حضرت رسول اکرم (ص) جامع جومات کې د عاشورا ورځې د نمانځنې مراسمو ته خپله وینا کې ولسمشر وویل پر جوماتونو، عبادتځایونو، ښوونځیو، علمي او ټولنیزو مرکزونو د تروریستانو بریدونه چې په هر نوم او ادعا وي د شِمر او یزید دلارې پیروي کول دي.

هغه وویل د افغانستان دښمنان غواړي دغو بریدونو ته قومي او مذهبي بڼه ورکړي او دا زموږ لپاره لوی خطر دی، موږ د خلکو په ګډه همکارۍ د دغه تهدید پر وړاندې بریالي کېدلی شو

ولسمشر شرف غني وویل، واړه او لوی سیاستونه زموږ په امنیت کې ځای نه لري او زموږ د هېوادوالو د امنیت د ګډوډۍ لامل باید نه شي.

هغه له ټولو خلکو وغوښتل چې د امنیت د تامین په برخه کې اجماع ته ورسېږي.

ولسمشر زیاته کړهد دې وطن د شیعه او سني وینه یو رنګ لري، د دې وطن د تاجک او پښتون برخلیک ګډ دی. د دې خاورې د هزاره او ازبک ابرو د ټولو ابرو ده. د ساداتو، بلوڅو، پشه یانو، پامیریانو او د دې ملت د ټولو قومونو اولادونه تر یو چتر لاندې ملي ارمان او ګډ تاریخي انتخاب لري

هغه وویل د هېواد د دښمنانو د پرله پسې ورانکاریو باوجود افغانستان د بېلابېلو اسلامي مذهبونو د پیروانو د یووالي غوره بېلګه ده او موږ به دغه وحدت لا غښتلی کړو.

نوموړي وویل د ترهګرۍ پر ضد جنګ کې زموږ بریالیتوب د دولت او ملت متقابلې همکارۍ پورې تړاو لري او د نړۍ پرمختللو هېوادونو کې هم د خلکو او دولت تر منځ دوه اړخیزه همکارۍ د تهدیدونو د دفعه کولو، د توطیو د شنډولو او د تروریستانو د ماتې لامل کېږي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG