لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ايشيا کپ: افغانستان او پاکستان نن يو بل ته مخامخ کيږي


د ايشيا کرکټ کپ د روانو سیاليو په سوپر فور لوبو کې د پاکستان او افغانستان لوبډلې نن يو بل ته مخامخ کیږي، افغانستان تراوسه پورې کړې خپلې دواړه لوبې ګټلي او پاکستان یواځې يوه ګټلې ده.

افغانستان په بي ګروپ کې سري لنکا او بنګله دېش ته ماتې ورکړې او پاکستان په ای ګروپ کې هانګ کانګ ته ماتې ورکړې او د هند څخه يې سیالي بايللې وه.

افغانستان چې تېره شپه په ۱۳۶ رنزونو د بنګله دېش لوبډلې ته ماتې ورکړې د کرکټ پوهان وايي د پاکستان دپاره به د افغانستان پرضد لوبه کول ډېر اسان نه وي.

پاکستان کې د کرکټ کار پوهه مرزا اقبال بېګ په ټويټر ليکلي،

"پاکستان له به د افغانستان پرضد د سوپر فور په سيالۍ کې ډېر په احتياط لوبه کول وي، افغان لوبډلې د سري لنکا او بنګله دېش پرضد د ستاینې وړ لوبه کړې او ليګ سپېنر به د لوبې غوره لوبغاړی وي".

د اسټريليا پخواني کرکټر ډين جونز څوک چې په پاکستان سوپرليګ کې د اسلام اباد يونائټډ کوچ ؤ د افغانستان او پاکستان ترمنځ ننۍ سيالۍ په اړه یې ويلي،

"دا د پاکستان دپاره د ويرې لوبه ده. افغانستان پوهه دی چې په دې لوبغالي څنګه ښه لوبه کېدی شي، پاکستان له پکار ده چې نواز ولوبوي".

د افغانستان او پاکستان ترمنځ نن د جمعې په ورځ لوبه د کابل په وخت په څلور بجې د ابوظهبي په شېخ زېد لوبغالي کې ټاکل شوې ده.

افغان لوبډله به د سوپر ليګ په پړاؤ کې په ۲۳م ستمبر بيا د بنګله دېش او په ۲۵م ستمبر هند ته مخامخ کيږي.

پاکستان به په ۲۳م ستمبر هند او په ۲۶ ستمبر بيا بنګله دې سره مخامخ کيږي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

ځانګړې ویډیوګانې

د تخمونو څيړنيزې ادارې په کرونده ګرو د غنمو کرلو غږ کړی دی
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:02 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG