لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

فاریاب:چاودنه کې اووه ماشومان وژل شوي،پینځه ژوبل


دغه چاودنه دفاریاب دشیرین تګاب ولسوالۍ په کوه صیاد سیمه کې تیره ورځ‌ شوې چې چارواکي پکې د اوؤ ماشومانو د وژل کیدلو اؤ پینځوؤ نورو د ژوبل کیدلو پخلی کوي.

دشیرین تګاب ولسوالۍ یو امنیتي چارواکي غلام علي رسنیو ته ویلي د کوه صیاد سیمه څه موده مخکې دطالبانو لاس کې وه اؤ هغوئ دلته ځائ پر ځائ مائنونه ښخ کړي دي‌.

غلام علي ویلي تیره ورځ یو مائن په ماشومانو چاودیدلی اؤ هغوئ ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

په چاودنه کې وژل شوي اؤ ژوبل شوي ماشومان سیمه ییز روغتون ته رسول شوي چې دغلته هم دځینو ژوبل ماشومانو حالت مرګونی ښودل شوی.

دافغانستان په بیلابیلو سیمو کې وخت په وخت وړاندې نه د ښخو مائنونو دغسې چاودنې کیږی چې تر دې مهاله پکې په سوؤنو بېګناه کسان وژل شوي اؤ ژوبل شوي دي.

دافغانستان یو وتلی خبریال وایي مائنونه دافغانستان دخلکو دپاره دهغه پټ دښمن حیثیت لري چې د زرګونو افغانانو ژوند یې اخستی خو تراوسه دمائنونو په ضد هغسې مبارزه ونه شوه څنګه چې پکار وه.

وائس اف امریکه ډيوه سره خبرو کې هغه وویل د شوروي د وختونو نه افغانستان کې مائنونه ښخ پاتې دي اؤ بیا دکورنیو جګړو پر مهال هم د افغانستان په زمکه د مائنونو کر شوی دی چې دې د زرګونو افغانانو ژوند اخستی اؤ اخلي یې خو تر اوسه مائن پاکې ته د ذکر وړ پام نه دی ګرځول شوی

هغه وویل جنګونه هم خپل څه اصول اؤ قواعد لري باید ملګري ملتونه نه یوازې افغانستان کې ښخ مائنونه معلوم اؤ هغه شنډ کړي بلکې په جنګ بوختې خواوې دې هم د یو تړون په اساس دې ته مجبوره کړي چې دعامو ابادیو په سیمو کې به مائنونه نه ښخوي

XS
SM
MD
LG