لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د هند او پاکستان په توندو خبرو کې شاه محمود قرېشي امریکا ته رسېدلی


د پاکستان د بهرنيو چارو وزیر شاه محمود قرېشي امريکا ته رسېدلي دی، هغه به د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې ګډون او وېنا کوي خو د هند د بهرنيو چارو وزيرې سره به نه ويني.

د شاه محمود قرېشي د امريکا د سفر وړاندې دا خبره شوې وه چې ښاغلی قرېشي به د ملګرو ملتونو د غونډې په مهال د هند د بهرنيو چارو وزيرې سشما سوراج سره وويني.

خو دوه ورځې وړاندې د هند د بهرنیو چارو وزارت ويلي ؤ چې سوراج به د قرېشي سره نه ويني او تور يې لګولی ؤ چې د پاکستان سره خبرې هيڅ معنی نه لري ځکه چې د پاکستان نه وسله وال هندي کشمير ته ځي او هلته وسله وال فعاليتونه کوي.

امريکې د پاکستان او هند د يو بل سره د خبرو کولو د عمل هر کلی کړی ؤ.

څو ورځې وړاندې د هند د دفاع وزیرې نرملا سيتارمن هم ويلي ؤ، "څو پورې چې د پولې د پورې غاړې (پاکستان) نه د ترهګرو ورلېږل نه وي ودرول شوي، په نزديو راتلونکې کې د پاکستان سره د دوه اړخيزه خبرو هيڅ امکان نشته".

د هند لخوا د انکار وروستو د پاکستان او هند ترمنځ د تندو بيانونو لړۍ دوام لري.

د هند د پوځ مشر بپین روات ويلي ، نور وخت راغلی چې په کشمیر کې د پاکستاني پوځ او ترهګرو وحشت ته کلک ځواب وویل شي.

او بيا په ځواب کې د پاکستان د پوځ ویاند مېجر جنرل آصف غفور ويلي، چې د پاکستان پوځ جګړې ته تیار دی، خو د خپل ولس، څنګلورو او د سیمې په خاطر د امن لار غوره ګڼي.

د پاکستان د اطلاعاتو مرکزي وزير فواد چوهدري ويلي پاکستان او هند دواړه ايټمي قوتونه دي، او د دواړو ملکونو ترمنځ د جګړې خبره احمقانه سوچ دی.

د پاکستان ځايي ميډيا ويلي شاه محمود قرېشي به په خپل سفر کې په امریکا کې په پاکستانۍ سفارتخانه کې په يوه غونډه کې ګډون هم وکړي.

ځايي ميډيا وايي نوموړی به د امريکايي چارواکو او نورو هېوادونو د خپلو سيالانو سره وويني.

ښاغلی قرېشي به په داسې حال کې د امريکايي چارواکو سره ليده کاته کوي، چې د امريکا د بهرنيو چارو وزير مایک پومپيو د روانې مياشتې په سر کې د پاکستان سفر کړی ؤ.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG