لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

طالبانو امریکې ته خبرداری ورکړی چې د جعلې خلکو سره دې د خبرو ډډه وکړي


افغان طالبانو امريکا ته خبرداری ورکړی چې د جعلي او وراني جوړؤنکو ډلو سره دې د ليدنو او خبرو نه ډډه وکړي، ځکه چې د دوی په وېنا دغه ډول اړیکې د ممکنه اصل خبرو عمل ته زیان رسولی شي.

طالبانو دغه خبرداری په داسې وخت کې ورکړی چې په رسنیو خبرونه خپاره شوي د طالبانو لوړ پوړو استازو په دوبۍ او افغانستان کې د باګرام په امريکايي پوځي اډه کې د امريکاي چارواکو سره ليدنې شوي دي.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد دغه راپورونه په بشپړ ډول رد کړي او اوازې يې ورته ويلي دي. هغه ويلي نه خو کوم طالب او نه د طالب استازو کومې ډلې په باګرام يا دوبۍ کې ليدنې شوي دي.

د اتوار، يکشنبې په ورځ جاري کړي بيان کې طالب وياند ويلي چې طالبان په قطر کې د سفارتي هلو ځلو دپاره دفتر لري، امريکا او او نور هېوادونه کولی شي چې د دغه دفتر سره په ازاده تماس ونيسي.

د طالب وياند ترمخه "داسې ښکاري چې ځينې خلک د خپلو شخصي ګټو، مالي يا نورو اهدافو ترلاسه کولو دپاره امریکايان بې وقوفه جوړوي په دغه عمل ورته ځان د طالبانو استازي څرګندوي".

د امريکا او طالبانو ترمنځ له دې وړاندې په لومړي ځل په رسمي ډول خبرې د تېرې جولايۍ په مياشت کې په قطر کې شوې وې او لوړ پوړې امريکايې استازې اېلس وېلز دغه خبرې کړې وې او دغه ليدنه د طالبانو لخوا د امريکا سره نېغ په نېغه د خبرو د ټينګار وروسته شوې وه.

طالبانو د اېلس وېلز سره خبرې ستايلې خو د دغه ليدنې وروسته د امريکا او طالبانو ترمنځ بيا خبرې نه دي شوي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو په وروستيو کې اعلان کړی چې امريکې د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ د روغې جوړې د خبرو دپاره زلمی خليل زاد د امریکا ځانګړی استازی جوړ کړی دی.

په خټه افغان زلمی خليل زاد له دې وړاندې د پخواني امريکايي صدر جارج ډبليو بش په وخت کې په افغانستان او عراق کې د امريکا استازی پاتې شوی ؤ.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:02:16 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG