لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

دګټو ګډو دکونسل غونډه:پښتونخوا دخپلو حقونو دپاره څه غږ پورته کوي؟


په ۲۵م جولایي پاکستان کې دشوؤ ټولټاکنو په نتیجه کې د عمران خان دحکومت جوړیدو راپدیخوا دا لمړی ځل دی چې د ګډو ګټو دشورا په غونډه کې صوبې دخپلو ګټو غږ پورته کوي.

د وزیراعظم عمران خان په مشرۍ د ګډو ګټو دکونسل یا شورا په دغه مهمه غونډه کې دنورو مهمو چارو برڅيره په دې خبره هم دغور کولو احتمال ښودل شوی چې پاکستان کې میشت افغان اؤ بنګالي کډوالو ته د پاکستان وګړتوب ورکړل شي اؤ که نا اؤ که چرې وګړتوب ورکول کیږي نو شرائط به یې څه وي؟

په ۲۵م جولایي پاکستان کې دشوؤ ټولټاکنو په نتیجه کې د عمران خان دحکومت جوړیدو راپدیخوا دا لمړی ځل دی چې د ګډو ګټو دشورا په غونډه کې صوبې دخپلو ګټو غږ پورته کوي.

دخیبرپښتونخوا صوبې وزیراعلی ښاغلي محمود خان د روانې میاشتې په پیل کې ویلي وؤ چې هغه به سي پیک منصوبه کې د صوبې د حقونو دپاره هم په مناسب فورم غږ پورته کوي خو واضحه شوې نه ده چې په ننۍ مهمه غونډه کې به دخیبر پښتونخوا صوبې وزیراعلي د سي پيک په ګډون دصوبې په نورو مهمو مسلو څه دریځ اختیاروي؟

د دوشنبې په ورځ سرچینو وائس اف امریکه ډیوه ته ویلي دګډو ګټو دشورا غونډه کې د څلورو واړو صوبو اعلی وزیران اؤ د شورا نور غړي برخه لري اؤ د صوبو لخوا په شوؤ بیلابیلو وړاندیزونو غور روان دی.

دغوڼدې په ایجنډا کې بلوچستان کې د انرژۍ په پروژو اؤ صوبې ته په ورپېښو ستونزو،د۱۸م ائیني ترمیم نه ورسته دلوړو زده کړو د کمیشن په چارو،د اوبو په معاملو اؤ یو شمیر نورو مهمو چارو خبرې اترې شامل دي.

سرچینو ویلي چې غونډه کې به دسندهـ صوبې حکومت غوښتنه کوي چې کراچۍ ته باید ۱۲۰۰ کیوسکه اضافي اوبه ورکړل شي.

په ۲۵م جولایي پاکستان کې دشوؤ ټولټاکنو په نتیجه کې د عمران خان دحکومت جوړیدو راپدیخوا دا لمړی ځل دی چې د ګډو ګټو دشورا په غونډه کې صوبې دخپلو ګټو غږ پورته کوي.

دغونډې نه وړاندې د څلورو واړو صوبو اعلی وزیرانو وزیراعظم عمران خان سره بیله لیدنه هم کړې ده اؤ هغه یې د صوبې داړتیاؤ نه خبر کړی دی.

XS
SM
MD
LG