لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نړیوال مهم خبرونه


د امریکا او چین ترمنځ د یو او بل په سوداګریزو توکو باندې نن د ګل یا دوشنبې په ورځ د نویو ټکسونو لګېدل پیل شویدي.

د امریکا لخوا د ۲۰۰ میلیاردو ډالرو په ارزښت په چینايي توکو او د چین لخوا د ۶۰ میلیاردو په ارزښت په امریکايي توکو باندې د نویو لګېدلو ټکسونو لړۍ د نن ورځې له لومړۍ شیبې څخه پیل شوه.

د امریکا لخوا دغه نوي بندیزونه په چین کې د جوړو شویو برېښنايي توکو، خوراکي توکو، د کور سامانونو او یو شمېر نورو چینايي سوداګریزو توکو باندې لګېدلي دي.

د دغو نویو بندیزونو پیل له لسو فیصدو څخه دی چې د ۲۰۱۹ کال د جنورۍ په لومړۍ نېټه به بیا ۲۵ فیصدو ته لوړ شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو د اتوار یا یکشنبې په ورځ له فاکس نیوز سره په مرکه کې ژمنه وکړه چې امریکا به له چین سره په دغې سوداګریزې جګړه کې ګټونکی وي.

--------------

د روسیې مخالف مشر الیکسې ناولنې نن د ګل یا دوشنبې په ورځ له زندان څخه خوشې شو او ژر وروسته بیا ونیول شو.

ناولنې د حکومت پرضد د لاریونونو له امله نیول شوی وه چې تازه تازه یې په زندان کې خپلې ۳۰ ورځې پوره کړې.

ده داځل هغه مهال لاریون وکړ کله چې حکومت د تقاعد یا ریټایمنټ عمر د ښځو لپاره ۶۰ کالو او د سړیو لپاره ۶۵ کالو ته لوړ کړ.

نوموړی په دې وروستیو کلونو کې څو ځله د لاریونونو د پلانولو له امله بندي شوی دی.

-------------------

د امریکا ختیځو سمندري برخو ته د فلورینس په نامه د سمندري طوفان له راتګ څخه یوه اونۍ وروسته چارواکو خبرداری ورکړی چې اوس هم زیاتې سیمې د سیندونو د اوبو د پورته کېدو له ګواښ سره مخ دي.

چارواکو د جنوبي کېرولاینا په جیورج ټاون کې ۸۰۰۰ اوسېدونکو ته ویلي چې باید دا ډول حالاتو لپاره چمتو اوسي.

د فلورینس طوفان په ترڅ کې تېره اونۍ په کېرولاینا کې ۹۰ سانتي متره باران شوی وو او په دغه طوفان کې دغلته او ویرجینیا شاخوا سیمو کې لږ تر لږه ۴۳ کسان مړه شوي وو.

----------------

د سویتزرلینډ په یوې سوداګریزې بیړۍ باندې د نایجیریا په سمندري غاړو کې سمندري غلو برید کړی او دغه بېړۍ څخه یې ۱۲ تنه عمله له ځآنه سره وړې ده.

چارواکي وايي، د برید پرمهال په دغې بېړۍ کې ۱۹ تنه عمله سپره وه او په دغې کښتۍ کې غنم بار وو.

د رویټرز خبري رسنۍ د راپور له مخې په تښتول شویو کسانو کې اوه تنه د فلیپین او پاتې نور د سلووینیا، یوکراین، رومانیا، کروشیا او بوسنیا له هېوادونو څخه وو.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG