لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستاني لوبغاړي افغان پریمئیر لیګ کې لوبېدو ته نه پرېښودل کیږي؟


سرچینې وايي دپاکستان کرکټ بورډ دخپلې ملي لوبډلې لوبغاړو ته په افغان پریمئیر لیګ کې د لوبېدلو اجازه نه ده ورکړې اؤ پرېکړه یې کړې ده چې یوازې ریټائرؤ شوي لوبغاړي به دګاونډي هیواد په غوره لیګ کې برخه اخستی شي.

د افغانستان د پریمیئرلیګ د شل آوریزو لوبو دپاره د لوبغاړو د غوره کولو بولي د روانې میاشتې په ۱۰مه نېټه په دوبی کې شوې وه چې په هغې کې د پاکستان وتلی لوبغاړی شاهد اپریدی د پکتیا لوبډلې په یو لک ډالر خپله لوبډله کې دلوبېدلو دپاره اخستی دی.

افغان پریمئیر لیګ د راتلونکې میاشتې پينځمې نېټې نه متحده عرب اماراتو کې پیل کیږي اؤ‌ دې کې لوبېدلو دپاره پاکستاني لوبغاړو محمدعرفان،سهیل تنویر، وهاب ریاض اؤ کامران اکمل دافغان لوبډلو سره تړونونه کړي دي.

خو دسه شنبې په ورځ‌ دپاکستان ډاڼ ورځپاڼې لیکلي چې پاکستان کرکټ بورډ دملي لوبډلې غړو ته اجازه نه ورکوي چې دافغانستان دپاره ولوبیږي.

ډان ورځپاڼه لیکي چې افغان پریمئیر لیګ کې دلوبیدو په اجازې نه ترلاسه کیدلو پاکستاني لوبغاړو اندېښنې ښکاره کړي اؤ ویلي یې دي چې دې سره لوبغاړي د درنو مالي زیانونو سره مخ شي .

ورځپاڼې دا هم لیکلي چې لوبغاړو د کرکټ بورډ ددغه پرېکړې په ضد د بورډ‌ مشر ښاغلي احسان ماني ته خواست کړی دی خو تر اوسه د لوبغاړو په خواست څه پرېکړه نه ده شوې.

دپاکستان کرکټ بورډ‌ تر اوسه په رسمي ډول څه نه دي ویلي چې خپلو لوبغاړو ته به افغان پریمئیر لیګ کې د لوبېدلو اجازه ورکړي که نا؟

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG