لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

نازنین انور فلمونو کې ولې له کار کولو ډډه کوي؟


دپښتو وتلې سندرغاړې نازنین انور وایي ګڼو فلمسازانو ورته نه یوازې په فلمونو کې د هیروئن په توګه دکار کولو افرونه یا وړاندیزونه کړي بلکې دماډلنګ دپاره هم ورسره تماسونه نیول کیږي خو هغه نه غواړي چې دسندرو نه په لاس اخستو فلمونو کې کار یا ماډلنګ وکړي.

په بنیادي توګه د پښتونخوا د مردان سیمې سره تعلق لرونکې نازنین انور خپل وړوکوالی په کراچۍ کې تیر کړی اؤ اوس په پېښور کې میشته ده.

هغې تر لسم ټولګي زده کړې کړي اؤ نن سبا ورځو کې یې د پښتو موسیقۍ په میدان کې ښه نوم پیدا کړی دی،

سندریز البمونه یې خپریږي،پښتو فلمونو دپاره سندرې وایي اؤ په ستیج شوګانو کې دخپلو هنري صلاحیتونو ښکاره کولو دپاره دبیلابیلو هیوادونو سفرونه هم کوي.

هغه لا پېغله ده واده یې نه دی کړی اؤ وایي چې د سندرو په فن دومره مئېنه ده چې واده ته یې هډو تر دې دمه پام نه دی ګرځيدلی.

د نازنین په وینا باور وکړئ چې د واده مې مې هډو خوښ نه دی، اؤ نه مې ورته تلوار شته ، بس دنصیب خبره ده چې دچا سره مې نصیب شوی ؤ،واده به مې هم ورسره وشي

وائس اف امریکه ډيوه سره خبرو کې نازنین انور وویل لا ماشومامه وم چې سندرو سره مې شوق ؤ، کورنۍ کې مې نور هم ډیر لویې لویې فنکاران زما نه مخکې تیر شوي وؤ‌، خو ماته زما پلار د سندرو ویلو اجازه نه راکوله

هغه د سندرو نړۍ ته د مور په مرسته راوتلې ده خو وایي چې وروسته ورسره خپل پلار هم پوره کمک کړی اؤ دهغې په ځلولو کې یې تر ټولو زیات کردار دهغې دپلار دی.

د نازنین پلار پخپله د فني کورنۍ سره تعلق نه لري خو په فن د استاذۍ تر حده پوهه دی اؤ دخپلې لور سره د کلامونو اؤ موسیقۍ په انتخاب کې ښه مرسته کوي.

ناز وایي تر دې مهاله یې په سوؤنو سندرې اؤ غزلې ویلي خو پخپله یې غزل ډیر خوښیږي اؤ کله چې غزل وایي نو ډير په شوق یې وایي.

کشور سلطان اؤ نازیه اقبال یې دخوښې سندرغاړي دي خو وایي نور هم داسې ډير اوازونه په پښتو موسیقۍ کې شته چې هغه یې اوري نو ښه تاثیر پرې کوي.

نازنین انور د پښتو د نومیالو موسیقارانو استاد نزیرګل ، ګلالي استاد، اؤ ګلزار استاد نه د سندرو تربیت اخستی اؤ وایي چې اوس هم ددغو استاذانو سلام له ورځي ، هغوئ نه زده کړې کوي اؤ چې ترڅو ژوندۍ وي د زده کړو عمل ته به دوام ورکوي.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

XS
SM
MD
LG